سیاست

د سولې له ولسي کاروان سره تقابل؛ طالبان په کومه خوا درومي ؟

لیکنه: ارشاد رغاند

له هلمنده د سولې پيل شوي ولسي کاروان اعلان کړه، چې وسله والو طالبانو یې د سولې په اړه غوښتنې رد کړي او په دې ډول دوی د بیاځلي اوربند د پیلیدو پر وړاندې خنډ ګرځیدلي .

دغه کاروان، چې له ۳۸ ورځې پلي مزل وروسته له څو ورځو راهیسې کابل ته راغلی او ارګ ته یې د ورتلو د بلنې له رد سره ولسمشرغني دوی ته په ورتګ اړویست، اوس ورسره د طالبانو له نه همکارۍ ګیله من دی .

د کاروان مشر ویلي، طالبانو د رسمي اعلامیې په وسیله نه؛ بلکې د شخصي اړیکو له لارې د رد ځواب ویلی او په دې ډول یې د سولې په برخه کې خپله ناخپلواکي ثابته کړې ده .

اقبال خیبر زیاته کړې، چې د طالبانو د رد ځواب له ترلاسه کولو وروسته اوس په افغان سوله کې پر پر اغېز لرونکو هېوادونو د فشار په نیت د امریکا متحده ایالاتو، روسیې، پاکستان او ایران د سفارتونو مخې ته په نوبتي ډول د تحصن درې ورځینۍ خېمې ودروي .

د سولې ولسي کاروان ته یوه کتنه
د سولې ولسي کاروان، چې څو میاشتې مخکې د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې تر یوه خونړي ځانمرګي برید وروسته د جګړې خلاف په اعتراضیه ډول رامنځته شو، له لومړي سره یې غړي د هلمند په موسی کلا او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د جګړې ختمولو له پيغام سره طالبانو ته لاړل او دا ډله یې سولې ته وبلله .

د وسله والو طالبانو ځایي مشرانو دوی ته په ځواب کې خپلې یو لړ غوښتنې، چې په سر کې یې د بهرنیو ځواکونو وتل شامل و، وسپارلې او د شرطونو له منل کیدو سره یې سولې ته چمتووالی وښود .

د سولې ولسي کاروان غړو، چې په منځ کې یې د جګړې یو شمېر قربانیان او د دوی ورثه هم شامل وو، د سولې او د طالبانو له پيغامونو سره د کابل پر لور نیږدې ۷۰۰ کیلومتره پلی مزل پيل او د روژې په مبارکه میاشت او اختر کې هم دغه مزل ته دوام ورکړ .

د یاد شوي کاروان غړي څو ورځې وړاندې کابل ته ورسېدل، چې له رسیدو سره ولسمشر د خبرو لپاره ارګ ته وبلل، خو دغه کاروان د دې لپاره چې خپله بې طرفي او استقلالیت یې ساتلی وي، د ولسمشر دغه غوښتنه رد او هغه یې له ارګه د باندې دوی ته په راتلو اړ ویست .

د سولې کاروان غړو له ولسمشر سره د لیدنې پرمهال له هغه سره د یوه بشپړ ولسي کاروان په توګه چلند وکړ، تر دې چې ځینو دا چلند ستغ او د ولسمشر په کچه د یوه کس پر وړاندې مناسبه هم ونه ګڼله .

د ولسي کاروان غړو ولسمشر غني ته په زغرده وویل، چې که خپلواک وي، باید ځای پرځای له هیچا سره له مشورې پرته ورته د یو کلن اوربند ډاډ ورکړي او هم په نظام کې د طالبانو شریکولو ته چمتو شي .

دغه کاروان له ورته چلند سره ټولې هغه اندیښنې او شکونه رفع کړل، چې د سوله غوښتنې د ورته نورو هڅو د هویت په اړه د بې باورۍ په اوج ته رسیدلې دغه فضا کې رامنځته کیږي .

ولسمشر غني، چې دغه چلند له سخت ازمېښت سره مخ کړی و، په څرګندو ټکو سولې ته بشپړ چمتووالی وښود او ویې ویل، په دې شرط چې وسله وال طالبان ورته غاړه کېږدي دی ځای پرځای یو کلن اوربند اعلانوي .

ښاغلي غني په واک کې د طالبانو شریکولو ته هم چمتووالی وښود او ویې ویل، د سولې د خبرو ځای او څرنګوالی دې هم طالبان وټاکي او په دې ډول دې وښيي، چې دوی ریښتیا هم خپلواک او د جګړې پای ته رسولو ته چمتو دي .

له ښاغلي غني سره تر خبرو وروسته د سولې ولسي کاروان هیله من و، چې طالبان به یې غوښتنو ته خامخا غاړه ږدي او د یوه لومړني او اساسي ګام په توګه به د اوربند بل دوه اړخیز تړون ته چمتو کیږي، هغه څه چې وسله والو طالبانو د دغه کاروان په وینا ونه منله .

یاد شوي کاروان پخپل یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي: لکه څنګه چې د حکومت په منځ کې بهرني جاسوسان، مافیا او جګړه خوښې کسان شته او سوله ننګوي، همدا ډول د وسله والو طالبانو په منځ کې ورته څېرې شته او نه غواړي، چې سوله حاکمه شي .

له ولسي کاروان سره تقابل او پایلې یې
د سولې په موضوع کې طالبان له کلونو راهیسې له ډېرو اړخونو سره مقابله لري، دوی د مخکیني او اوسني حکومت د سولې غوښتنې په دې ردولې، چې نمایشي او تېرویستونکې یې ګڼلې .

همدا شان د څو زره دیني عالمانو په ګډون د جګړې د حراموالي فتوا ته یې د رد ځواب ووایه او دغه غونډه او فتوا یې د امریکا د سفارت فرمایش یاد کړ .

د هغو تقابلونو سلسله به اوږده او یادونه به یې ډېر وخت ونیسي، چې د سولې د پيغامونو په رد کې وسله والو طالبانو له ډېرو لورو سره پرې ځانونه مواجه کړي، دا تقابلونه به ځینې پر ځای او ځینې بې ځایه وو، خو له دغه ولسي کاروان سره تقابل او په ټوله کې له سوله غوښتونکو سره د تقابل دوام به وسله والو طالبانو ته ښې پایلې ونه لري .

یاده شوې ډله، چې تراوسه یې د افغان دولت او په افغانستان کې د مېشتو محدودو بهرنیو ځواکونو پرضد خپلې جګړې ته اسلامي توجیهات ورکړي وو، د وخت په تېریدو سره یې دغه توجیهات تقریباً په بشپړ ډول رد شوي .

په ځانګړي ډول، چې د مکې معظمې د مسجد شریف امام د تېرې جمعې په خطبه کې د افغانستان جګړه ناروا ګڼلې او د پای ته رسیدو غوښتنه یې کړې .

وسله وال طالبان او د دوی په وسیله ترسره کیدونکې جګړه اوس داسې یوې مرحلې ته رسیدلې، چې په هم مهاله ډول له دیني، ملي، اخلاقي، سیمه ییز او حتا نړیوال مخالفت سره مخامخ ده .

دا فشارونه له هر لوري پر دغې ډلې دومره جدي دي، چې د دوی د پردې ترشا پلویان او تمویلونکي یې هم سربداله کړي دي، وسله والو طالبانو ته دغه وضعیت هم په یوه لوی فرصت بدلیدای شي او هم په یوې لویې ننګونې .

فرصت په دې کیدای شي، چې له ټولو زړه بداویو او منفي لیدلورو سره په ملي او نړیواله کچه سیاسي بهیر ته د دې ډلې د ستنیدو او ورسره سولې ته پوره فضا مساعده شوې، دغه فضا کولای شي د دوی پر ماضي تر ډېره د ټولو لورو سترګې پټې او د سولې د ضرورت له مخې ورسره د تعامل سبب شي .

همدا وضعیت د طالبانو د نه تدبیر له کبله دوی ته په یوه لوی سرخوږي او ننګونې ځکه بدلیدای شي، چې ممکن سولې ته له بیاـ بیا رد ځواب ویلو سره د دوی پر وړاندې له هرې خوا توند دریځونه رامنځته او پرې د هر اړخیز فشار، تعرض او د ځپلو لپاره یې هر ډول اقداماتو ته د مشروعیت ورکولو پیلامه شي.

اوس پر وسله والو طالبانو؛ په ځانګړي ډول پر رهبرۍ یې ده، چې د سولې له رامنځته شوي بېساري فرصت سره مثبت او مدبرانه تعامل وکړي، دا ډله کولای شي له دې فرصت څخه په ښې استفادې سره په خورا زر ډول سیاسي ډګر ته د شاملیدو او پکې د ښه ځای موندلو لپاره لاس په کار شي .

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.