رسنۍ سپورټ کورنی کرکټ

د سولې رسنیز جام اتلولي ننګرهار میډیا لوبډلې خپله کړه 

 په لغمان ولایت کې د درې ولایتونو د ورزشي خبریالانو ترمنځ د کرکټ درې اړخیزه سیالیو لړۍ پیل شوې وه، چې پکې د کوربه لغمان ولایت ترڅنګ د ننګرهار او کنړ میډیا لوبډلو هم ګډون کړی و.

 دغه سیالۍ د تیرې پنجشنبې په ورځ د لغمان ولایت په عدالت لوبغللي کې پيل شوې وې، چې پای لوبې کې یې د ننګرهار میډیا لوبډله د کوربه لغمان میډیا لوبډلې سره مخامخ شوه.

 د پای لوبه کې ننګرهار میډیا لوبډلې د لغمان خلاف د توپ وهنې پیل وکړ، چې د یارمحمد پردیس او خالد کریمي د چټک پیل وروسته، ولید خپلواک او احسان الله ساپي د ۸۴ برید کوونکو منډو ملګرتیا سره ننګرهار لوبډلې د لوبې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې د ۱۴۰ منډو هدف سیالې لوبډلې ته ورکړ.

 د اتلولۍ جام خپلولو په موخه د پای لوبې په ځوابې لوبه کې لغمان لوبډلې تر وروستیو هڅه وکړه، خو هدف ته د رسیدو وړاندې یې سیالي پای ته ورسیده، چې ټولې ۹۱ منډې یې جوړې کړې.

د لغمان میډیا لوبډلې لخوا شمس الرحمن شمس ۳، خو د ننګرهار لوبډلې لخوا ولید خپلواک، احسان الله ساپي او مهراب ګل دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

 د دغه پای لوبې د لیدو په موخه د لغمان والي اصف ننګ، د لغمان د کرکټ بورډ مسولین او زیات شمیر مینه وال له نږدې څخه راغلي و، چې پای کې د اتلولۍ جام ننګرهار لوبډلې ته ورکړل شو.

د سولې په نوم د رسنیو د ورزشي خبریالانو ترمنځ دغه درې اړخیز سیریز کې د لغمان میډیا دویم او د کنړ میډیا لوبډلې دریم مقام خپل کړ.

 دا د لمړي ځل لپاره په لغمان ولایت کې د رغون راډیو په نوښت د ولایتو د ورزشي خبریالانو ترمنځ د سولې په نوم درې اړخیزه د کرکټ سیالۍ پیل شوې وې، چې د مسولینو په وینا؛ موخه یې ترې د رسنیو د ورزشي خبریالانو ترمنځ په رسنیزه برخه کې د اړیکو نږدې والی او له دې لارې د سولې پیغام خپرول و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی