سیاست له نړۍ

د سوریې بحران کې د دریمې نړیوالې جګړې امکان؛ سعودي او نور عرب مشران باید څه وکړي؟

لیکنه: ياران

لیکنه: عرفات پردیس

د سعودي شهزاده محمد بن سلمان څو ورځې وړاندې د يو رسمي سفر په ترڅ کې
امريکا ته ولاړ. امريکايي چارواکو يې ګرم استقبال وکړ.

څو ورځې وروسته امريکا او متحدينو يې بيا په سوريه سترګې برګې کړې چې ګواکې تاسو د روسيې او ايران په ملاتړ غوته کې په عامو خلکو کيمياوي وسلې کارولي چې ډېر بې ګناه خلک ماشومان، زنانه او نارينه مو وژلي، اوس نو زمونږ ګوزارونو ته ټينګه شه، خو د سوريې چارواکي وايي چې دا عام وژنه موږ نه ده کړې.

دا تاسو ياست چې د خپلو اجېرانو په مرسته سوريه کې په مرموز ډول عام وژنه کوئ او پړه يې پر موږ او زموږ په متحدينو اچوئ، که تاسو بيا ځلې په سوریه د حملې تېروتنه وکړئ، زموږ متحدين روسیه او ایران به هم غلي پاتې نه شي غاښ ماتوونکی ځواب به درکړي.

دلته مهم ټکی دا دی که رښتیا امريکا او متحدين يې په سوريه خپلې حملې پيل کړې، له شواهدو داسې ښکاري چې دا حملې به د درېيمې نړیوالې جګړې پيلامه وي، چې بيا به د سیمې يو ملک هم په امان نه وي.

که عرب مشران د خپل کاذب غرور نه تېر شي، ټول همسايه ملکونه د مذاکرې او ديالوګ مېز ته راوبولي او د سيالانو په سترګه ورته وګوري، زه مطمئن يم چې دغه سيمه ايز کړکيچ به ژر له منځه لاړ شي.

سعودي عرب که خپل څنګ کې باثباته ګاونډيان ولري، هيڅکله به روسيه او امريکا دا موقع تر لاسه نکړي چې د دوی په کور کې سره ښکر په ښکر نه شي، خو بده مرغه دا د عربي مشرانو سیاسي ناپوهي ده چې نن په ټوله سيمه کې اور بل دي.

د سوریې جګړه تقريباً پای ته رسېدلې وه، خو له بده مرغه د سعودي مشرانو امريکا بيا دې ته وهڅوله چې دغه جګړه اوږده کړي.

که دوی سياسي ادارک لرلی هر څه نه مخکې به يې د خپل ناروغ زړه افغانستان علاج کړی وای. څلويښت کاله کیږي افغانان د جګړې په سره اور کې سوځي
خو دوی ورته ځانونه ګرموي، چې له بده مرغه دغه اور نن د دوی ترلمنو ورسېد. لرې به نه وي چې دوي د دغه غلط سياست له کبله ټوله سيمه د جګړې په اور لولپه شي.

په همدې اساس د اقبال لاهوري دغه شعر را په ياد شو چې څو لسيزې وړاندې يې دغه وړاندوينه کړې وه چې افغانستان د اسيا زړه دی، که زړه ناروغ وي، نو ټول بدن به ناروغ وي. که علاج يې ونشي ټول بدن له منځه ځي. چې نن موږ شاهدان يو.

آسيا يک پيکر آب و گل است
ملت افغان در آن پيکر دل است
از فساد او فساد آسيا
در گشاد او گشاد آسيا
تا دل آزاد است آزاد است تن
ور نه کاهي در ره باد است تن
همچو تن پابند آئين است دل
مرده از کين زنده از دين است دل
قوت دين از مقام وحدت است
وحدت ار مشهود گردد ملت است

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران