سیاست

د سوريې جګړه؛ پټ لوبغاړی او تاوده سنګرونه!!!

ليکنه: زيرک فهيم
د 2004/اپرېل 22 م شمالي کوريا کې د سون د موادو د لېږد يوه اورګاډي کې چاودنه وشوه. په دې پېښه کې د معلوماتو له مخې 700 کسان و وژل شول او تر 2,000 ډېر ټپيان شول.

چارواکو د چاودنې لامل اورګاډي کې د پټرولو شتون ښودلی و، خو د چاودنې څرنګوالي او ډېرو تلفاتو موساد [د اسراييلو څارګرې ادارې] ته شکونه پيدا کړل. په همدې تړاو يې د پوهېدو لپاره جاسوسان دغه هېواد ته ولېږل او هغوی د پېښې له سيمې سوزېدلي توکي او مواد را غلا کړل.

د اټومي موادو انتقال

[موساد] تر څېړونو وروسته معلومه کړه، د دې اورګاډي چاودنه چې د ريښتر 3,6 درجې په کچه وه، د شيميايي موادو له امله شوې، خو پوښتنه دا وه چې دا شيمياوي مواد چیرته انتقالېدل!؟

موده وروسته موساد معلومات ترلاسه کړل، چې د سوريې يوې بار وړونکې الوتکې شمالي کوريا کې ناسته کړې، له الوتکې ټليفونې اړيکې نېول شوې او بېرته سوريې ته د راتګ پر مهال يې په خپل بار کې اټومي مواد را انتقال کړي دي.

عمليات

په 2006 م کې د لندن د يوه هوټل په شراب خونه کې يوه ښکلې نجلۍ له يوه سوريايي سړي سره مخامخ کېږي، دا سړی سوريه کې د اټومي بټۍ د جوړولو د پروګرام مشر دی او نجلۍ د موساد جاسوسه ده.

جاسوسه نجلۍ له سړي سره تر دروغجن معرفت وروسته هغه مشغول ساتي او همهاله د موساد بله ډله جاسوسان په هوټل کې د دې سړي خونې ته ننوځي، له کمپوټره يې د ډېټا د غلا کولو ترڅنګ د هغه په لپټاب کې داسې څارګر سیسم فعالوي چې راتلوونکې ټوله ډيټا يې [موساد] ته په لاس ورشي.

د را غلا کړې ډېټا تر څېړونو وروسته معلومه شوه، چې شمالي کوريا له بشارالاسد سره په تفاهم په سوريه کې اټومي بټۍ جوړوي.

په دې ډېټا کې د وسلو، اټومي پوهانو کډ عکسونه، د جوړېدونکې بټۍ د کار د پيل عکسونه او نور مواد (؟) موجود وو، دا مسئله اسرائيلو ته د حيرانتيا او اندېښنې وه؛ ځکه يې سوريه ستر خطر وباله.

موساد په دې تړاو څېړونو ته انکشاف ورکړ، څو ځله يې خپل جاسوسان او ځانګړي سرتېري [ SAYERET MATKAL ] هغه هېواد ته ولېږل او بلاخره يې پيدا کړه چې دا بټۍ د [الکبار] سيمه کې جوړېږي.

[الکبار] د سوريې او عراق پولې ته نږدې د سوريه په خاوره کې بهیدونکي سيند ته څېرمه پرته دښته ده، چې ټولو خواوو ته يې پوځي مرکزونه موجود دي او دې کار بهرنی لاس رسی ورته ستونزمن کړی دی.

موساد ددې ځای سټلايټي عکسونه واخيستل، او بيا یې د خپل پوځ ځانګړي روزل شوي سرتیري دغلته ولېږل او له هغه ځايه يې کارېدونکي مواد، اوبه او خټې را غلا کړل.په څېړونو کې دا جوته شوه، چې د اټومې وسلو د بټۍ د جوړلو کار روان دی.

پريکړه
موساد په سوريه کې د اټومي داستګاه د خبر تر عقيني کېدو وروسته دا هېواد خپل امنيت لپاره خطر عنوان کړ د او ممکن(!؟) د هغې د پاشولو پريکړه يې وکړه.

د دې پاشلو څرنګولی نامعلوم دی، ځکه دا دوسيه د موساد په [اشدمحرم] اسنادو کې درج ده، خو د موساد د خفیه عملیاتو [سکرېټ اپرېشنس] څخه داسې ښکاري چې اسرائيل په مستقيمه توګه پر هېوادونو بريدونه نه کوي؛ بلکې هغه هېواد کې جنګي مارکيټ پيدا کولو ته لابي کوي او د نړۍ قدرتونه په کې ښکېلوي.

اند
په 2011 کې د سوريې کورنۍ جګړو زور واخېسته، د شپږو کلونو په تېرېدو دا جګړه اوس نوې بڼې ته داخله کړې او ځينې هېوادونه یې سره راښکيل کړي دي.

1. روسيه ممکن د بشارالاسد سره د پخوانۍ دوستۍ او په هغه هېواد کې د امريکا د نفود د مخنيوي لپاره مداخله کوي.

2. امريکا په عرب هېوادونو کې د خپلو مالي سرچينو د ترلاسه کولو او دغلته د پوځي حضور د لرلو په موخه دخالت لري.

3. ایران په عرب نړۍ کې د خپلو جاسوسانو د تمرين کولو او نفوذ په پار د خپل شتون هڅه کوي او ….

په هر حال نړۍ غواړي بشارالاسد له مخې لري کړي، خو ځينې لاملونه وو، چې بشار اسد پر ځای پاتې دی:

1. د سوريې ملاتړې روسيې په ٢٠١٣م کال کې منځګړيتوب وکړ او د سوريې د کيمياوي وسلو د له منځه وړلو تړون يې ايجاد کړ او په دې توګه يې پر سوريې د امريکا د پوځي حملې مخه ونيوله.

2. سوريې پوځ يوموټى پاتې شو او وتوانیده چې د یاغیانو، داعش او نورو ډلو په وړاندې مقاومت وکړي.

3. د سوریې د حکومت مخالفې وسلوالې ډلې په نامتوازنه او نا هم غږه توګه د بشار د حکومت پر ضد جګړه کوي.

4. وخت ناوخته د حکومت او وسله والو تر منځ محاصره او روغه جوړه کیږي.
په هر حال دا اند به د تعجب وړ نه وي،چې د جګړې اصلي لوبغاړی اسرائيل و او دي. ځکه په سوريه کې ډېری داسې پېښې کېږي چې لوری يې نامعلوم وي او له امله يې امريکا يا روسيه غوسه کېږي.

د بېلګې په ډول په سوريه کې د شيمياوي مواد وروستی استعمال چې ډېری کسان يې کوما حالت ته کړل، خپرونکی يې نامعلوم دی (؟) او په رسنيو کې هم ورته په لويه کچه لابي وشوه.

ممکن همدا علت و چې وړمه شپه [اپرېل ۷مه ۲۰۱۷۷] امريکا د اسد پر حکومت توغنديي بريدونه وکړل او په غبرګون يې روسيې په دې تړاو له امريکا سره کړی تړون لغوه اعلان کړ.

زما په اند سوريه به د جګړې مرکز وي، قوي هېوادونه به په کې زور ازمايي کوي او د لوبې اصلي لوبغاړی به پرته له مصارفو جګړې ته لمن وهي څو خپل حريف نابود کړي.

منابع او اخځليکونه:
•al-Kibar Plutonium Production Reactor – Syria/ NTI – building safer worldd
••How Israel destroyed Syria’s al-Kibar nuclear reactor/http://israelmatzav.blogspot.in
• ډاکومنټري /Operation Orchard
•TOP 5 OPERATIONS BY ISRAEL’S SPECIAL FORCE
• سوريه پر لوديځو هېوادونو غوسه ده/ http://www.dw.com/ps
• الحرب الأهلية السورية/ https://ar.wikipedia.org/wiki
•Syrian Civil War part 1
•Syria: Inside the Secret Revolution – BBC (Panorama 2011)

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */