خواړه روغه سټه

د سهارنۍ ( سباناري) خووړلو ګټې

ډاکتران، روغتیايي کارکونکي تل د ښې روغتیا لپاره د سباناري په نه قضا کولو ټینګار کوي. خو د سهارنۍ( سباناري) خوړل ستاسو صحت ته څه ګټي لري. دلته یې څو درسره شریکوو.

د وزن په کمولو کې مرسته
د یوې څېړنې له مخې هغه کسان چې ډېری وخت سهارنۍ نه خوري په هغوی کې د چاغوالي ګواښ تر هغوی ۵۰ سلنه لوړ وي چې نورمال سهارنۍ ناشته کوي. څېړنه وايي، سهارنۍ خوړل د بدن د اضافي وزن اخیستلو په مخنیوي کې مرسته کوي.

د ذهني ودې پیاوړتیا
په یو بله څېړنه کې ښکاره شوې ده چې په منظمه توګه د سهارنۍ خوړل د ذهني پیاوړتیا لامل کیږي او د فکر کولو ځواک زیاتوي. څېړنه وايي، هغوی چې په منظمه او نورماله توګه سهارنې خوري تر نورو يې د فکر کولو ځواک پیاوړی او ښه وي.

له روغتیا بښونکي خوړو ګټه اخیستل
څېړنې وايي هغه ډله خلک چې په منظم ډول د سهارنۍ خوړلو عادي وي، دوی د روغتیا له پاره د ګټورو خوړو کارونه ډېره کوي چې له امله يې په روغتیايي ډول ښه وي.

د ډېرخوراکۍ مخه نیسي
هغه کسان چې سهار منظم خواړه وخوري د ورځې په اوږدو کې ډېر نه وږي کیږي او په دې سره په یو دم د ډېرو خوړو مخه نیول کیدای شي. له ډیرخوراکۍ ځان ساتل روغتیا ته ګڼې ګټې لري.

په فزیکي کارونو کې ښه والی
څېړنې وايي، د سهارنې خوړل د انسان وجود ته ویټامین او نور غذايي مواد ورکوي چې له امله يې د انسان جسماني توان او ځواک لوړیږي. کله چې د انسان د بدن جسماني ځواک لوړ شي نو د فزیکي او ذهني کارونو له پاره تیاریږي چې له امله يې د انسانانو په ورځينو چارو کې ښه والی راځي.

د ناروغیو ګواښ کموي
یوه روغتیا بښونکې سهارنۍ کول د شوګر، د وینې لوړ فشار او نورو ناروغیو په مخنیوي کې د پام وړ مرسته کولای شي.
د څېړنو په وینا هغه کسان چې منظمه سهارنۍ خوري د ناروغیو په مقابل کې يې د وجود مقاومت ډېريږي او په دې ډول سره د یو شمېر ناروغیو خوندي کیدای شي.

مزاج ښه کوي
څېړنې وايي، دا خبره په اوریدو کې عجیبه ښکاري، خو یو څوک که هر سهار په منظمه توګه سهارنۍ خوري او د روغتیايي خوړو ګټه اخلي د ورځې په اوږدو په روحي ډول ارام، پرسکونه او خوشاله وي.
د څېړنو له مخې سهارنۍ خوړل د انسان د ښو او مثبتو احساساتو په لوړولو کې مرسته کوي چې له امله يې انسان پرسکونه کیږي او د خوښۍ احساس کوي.

زړه ښه ساتي
یوه روغتیا بښونکې سهارنۍ د وینې کولیسټرولو اندازه نورماله ساتي او دا خبره خو ښکاره ده چې د وینې لوړ کولیسټرول د زړه د حملې لامل ګرځي. نو هغه کسان چې په منظمه توګه سهارنۍ خوري د زړه د حملي چانس يې تر نورو کم وي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */