کلتور او هنر

د سنجي دت یوې ښځینه مینه والې تر مرګ مخکې خپل ټول شته د نوموړي په نوم پريښي

د هندي سینما د مشهور اکټر سنجي دت یوې مینه والې له مړینې مخکې د خپل بانک اکاونټ او قیمتي وسایل د نوموړي په نوم کړي دي.
خپله سنجي دت ویلي، هغه میرمن چې دده په نوم خپل ټوله شته پرېښي دي، ده نه پیژندله.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د ممبيي اوسیدونکې ۶۲ کلنه نیشي تریپاتهي د سنجدت مینه واله وه چې د جنورۍ په میاشت کې مړه شوه.

تیره اونۍ بانک سنجي دت ته احوال ورکړ چې نیشي، خپل بانک اکاونټ او قیمتي شیان دده په نوم پريښي دي.

سنجي دت د بانک چارواکو ته ویلي، چې دده مینه والې دې کار پرې ډیر تاثیر کړی، خو دا پیسې او نور شیان نه شي قبلولی.

سنجي دت د بالیوډ له مشهورو اداکارانو څخه دی چې تر سلو زیاتو فلمونو کې یې کار کړی دی.

د سنجي دت وکیل سبهاش یاهو رسنیو ته ویلي، کله چې د بانک مامورینو سنجي دت ته وویل چې چې نیشي خپل اکاونټ او د قیمتي شیانو صندوق دده په نوم کړي دي، نو هغه ډیر حیران شو.

سبهاش ویلي، دوی ته نه ده معلومه چې په بینک اکاونټ او صندوق کې څومره پیسې او څومره زیورات او نور شیان موجود دي.

خو سنجي دت ویلي” زه په شخصي توګه دا ښځه نه پیژنم او نه ورسره مخ شوی یم ، نو له دې کبله ددې د شتمنۍ له قبلولو څخه معذرت غواړم.“

سبهاش وايي، بانک یې د سنجي دت له پریکړې خبر کړی او اوس به بانک ددې پيسو او شتو راتلونکې له قانوني لارو ټاکي.

د ممبيي ورځپاڼو ویلي چې د نیشي اتیا کلنه مور او درې خویندې وروڼه ژوندي دي، او دا کورنۍ د ممبيي په یوې ښې سیمې کې یو اپارتمان کې اوسیږي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

var adUnits = [{ code: 'div-gpt-ad-1', sizes: [[300, 250]], bids: [{ bidder: 'audienceNetwork', params: { placementId: '607950352901785_607968806233273', testmode: false, format: 'native' } }] }];

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بريښنا ارغند