ياران
له ژوند سره تړلې خبرې

د سمیع الله شینواري برخلیک څه شی شو !؟

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د هغه لوبغاړي برخلیک څه شی شو، چا چې د ۲۰۱۵ م کال د کرکټ په ۵۰ اوریزه نړیوال جام کې د سکاټلینډ خلاف د افغانستان عزت وساتلو؟

هغه لوبغاړي، چې د ۲۰۱۴ م کال د اسیا جام په سیالیو کې د بنګله دیش پر وړاندې د افغان لوبډلې بریا یقیني کړه، چا چې په هماغه اسیا جام کې د هندوستان خلاف په خپلې پنځوسیزې سره افغانستان ته د وړو پوزه کیښوده، هغه چا چې د کلونو لپاره د کرکټ ملي لوبډلې د یو بهترین فیلډر لقب خپل کړی و، خو ډیر په اسانۍ یې هر څه تر خاورو لاندې شول.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

سمیع الله شینواری، چې د کرکټ د ملي لوبډلې سره د یو مهم لوبغاړي په توګه پاتې شوی دی او د یو کلیدي لوبغاړي رول یې لوبولی، اوس تر دې را ورسید، چې د کرکټ بورډ د غواروي کمیټې لخوا په هر ډول لوبډله کې د نظر څخه وغورځول شو.

پوښتنه دا ده، چې ولې داسې یو لوبغاړی، چې د کرکټ پوره نړیوالې تجربې څخه برخمن دی خو په افغان لوبډله کې ځای ورک شي ؟

دا منو، چې نوي ځوانان او نوي لوبغاړي به مخ ته راځي، خو د یو نوي لوبغاړي لپاره راتګ دومره اسان او ګټور هم نشي تمامیدلی، چې هم دې ځان ولوبوي او هم دې درته په اسانۍ سره ګټه راوړي، تر څو چې یې ځان د نړیوال کرکټ سره د میاشتو او کلونو لپاره عادت کړی نه وي.

د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې ۳ مشران لوبغاړي: کمارا سنګه کارا، مهیلا جیوردني او تیلکرتني دیلشن، چې کله د سریلنکا کرکټ ملي لوبډله په یو ځل پریښوده، نو اوس د کلونو راهیسې یې لوبډله ځای ته نه راځي.

د هر هېواد لپاره باید یو مثال وګرځي، چې مشران لوبغاړي په نړیوال کرکټ کې څومره مؤثر تمامیدلی شي، نسبت ځوان لوبغاړو ته ؟

سمیع الله شینواری د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د ټیسټ سیالۍ ترسره کولو ترڅنګ د ایرلینډ خلاف ۳ پنځوس اوریزه سیالیو څخه هم په کور کیښنول شو، خو د نجیب الله ځدران او ګلبدین ناییب په څیر لوبغاړي، چې په وروستیو نږدې دوه کلونو کې یې هیڅ ډول کارکردګي نه ده ښودلې بیا هم لوبډله کې شامل شوي دي.

هدف دا نه دی، چې ولې دوي ته لوبډله کې ځای ورکړل شوی دی او سمیع پاتې دی، هدف دا چې سبا ته دوي هم ډراف کیږي او په لوبډله کې یې ځای ورکیږي.

کرکټ بورډ دې د دغه لوبغاړو غم وخوري، دوي ته لا ډیر کیمپونه برابر کړي، که سیالۍ نشي برابرولی، ځکه یوازې په کال کې په ۱۰ لوبو ترسره کولو څه نه کیږي، دوي څخه شته لوبه هم ختمیدلی شي.

تبصرې
Loading...