د سلمان خان “ټيوب لایټ” تر نور ځانګړی فلم

 

له اوږد انتظار وروسته د اختر په ورځو کې د هندي سینما د سلطان سلمان خان نوی فلم، “ټویب لایټ” نندارې ته وړاندې شو.

ټيوب لایټ د اختر په څلورو ورځو کې ۸۴ میلونه هندي روپۍ بازار کړی دی، چې په حیرانونکې ډول يې د سلمان خان د نورو فلمونو په پرتله د پیل ګټه کمه ښودل شوې ده.

په دغه فلم ۱۰۰ میلونه هندي روپۍ لګښت شوی دی، چې د فلمي څارونکو په وینا د سلمان خان د نورو فلمونو، لکه سلطان او بجرنګې بايي جان ته په کتو يې د پیل بازار سوړ دی.

د فلم کیسه:

د ټيوب لایټ کیسه د فلم پر مرکزي اداکار سلمان خان راڅرخي، چې په فلم کې يې نوم لکشمن وي، خو خلک ورته “ټیوب لایټ” وايي او لامل يې دا وي چې لکشمن په ذهني توګه معذور وي چې له امله يې په خبرو او مسایلو سر ژر نه خلاصیږي.

په فلم کې د سلمان خان یا لکشمن ورور بهرت یانې سهیل خان د خپل ورور لکشمن سره ډېره مینه لري او هغه ته دا احساس ورکوي چې دی د هر ډول کار کولو وړتیا لري، لکشمن ته هم خپل ورور ګران وي او داسې انګیري چې په ټولو خلکو کې يې یوازې بهرت سم درک کوي، ځکه خو د هغه په شته وړتیاوو باور لري.

دا دواړه ورونه چین سره نږدې په یو سرحدي کلي کې رالوی شوي وي.

دا فلم په د ۱۹۶۲ م کال د هندوستان او چین تر منځ د جګړې د مهال یوه تاریخي کیسه ده.چینايي اکټره ژو ژو په ټیوب لایټ فلم کې له سلمان خان سره مرکزي رول لوبولی دی.

کیسه داسې جوړه شوې ده چې په ۱۹۶۲ کال کې د چین او هندوستان د جنګ پر مهال هندي حکومت ځوانان فوځ ته بیايي چې په دې ډله کې د سلمان خان ورور سهل هم پوځ کې نیول کیږي، خو فکر ورسره دا وي چې ورور يې لکشمن به دده له تګ وروسته بیخي یوازې شي.

د لکشمن ورور ځي فوځ ته خو لکشمن باور لري چې ورور به يې یوه ورځ بېرته ضرور راستنیږي او د خپل همدې باور سره اوسیږي.

خو پوښتنه داده چې ایا بهرت یانې سهل خان به بېرته راشي کنه؟ ایا د لکشمن باور به سم وي کنه؟ ایا د کلي خلک به د لکشمن د باور ځواک درک کړي؟ “ټیوب لایټ” همدا کیسه په ډېر هنري ډول کوي.

د ټیوپ لایټ لوبغاړي:

په ټیوب لایټ کې د سلمان خان سربېره سهل خان، محمد زیشان ایوب، اوم پوري او په یوه برخه کې يې شاه رخ خان هم لوبیدلی دی.

سلمان خان د هندي سینما هغه ستوری دی چې تر دامهاله يې په هر فلم کې خپل رول په لیدونکو منلی دی. هغه که سلطان دی او یا بجرنګي بایي جان.

فلمي څارونکي وايي، سلمان خان داسې اداکار دی چې په هر ډول رول کې خپل نوم داسې پریږدي چې تر ډېره يې خلک یاد ساتي. خو “ټيوب لایټ” د سلمان خان تر نورو فلمونو بیخي مختلف دی.

په دې فلم کې سلمان خان؛ نه خپل شرټ وباسي او نه هم خپله باډي ښکاره کوي، بلکې هغه دا ځل بیخي په یوه جلا او ځانګړي انداز، د لکشمن په رول کې ښکاره کیږي.

سلمان په دې فلم کې د خپل هنر ټول جوهر کارولی دی. هغه په ذهني توګه د یو معذور ورو ر رول مخکې وړي او په دغه رول کې بریالی هم دی.

ددې تر څنګ سهل خان هم خپل رول په پوره ایماندارۍ سره لوبولی دی. ددې فلم بله خوش قسمتي اوم پوري دی چې “ټیوب لایټ” يې د وروستیو فلمونو په کتار کې دی او د تل په شان هغه په خپل رول کې پوره ننوتی دی.

فلم جوړونکي:

د فلم جوړونکی کبیر خان دی چې تر دې وړاندې يې هم سلمان خان سره ( ایک تها ټایګر او بجرنګي بايي جان) فلمونه جوړ کړي دي او “ټيوب لایټ” ددې لړۍ یو بل شهکار دی.

خو دا ځل د کبیر خان په کار ځيڼې وړې وړې نیوکې هم شوي دي. د بېلګې په ډول د فلم په یوه صحنه کې سهل خان یو ځل په یو موټر کې ځي هو خو ورسره جوخت په بله صحنه کې د هغه ږیره ډیره غټه شوي وي. نو داسې وړې وړې تېروتنو په فلم کې د کبیر خان کار یو څه تر پوښتنې لاندې راوستې دی.

خو ددې وړو وړو تېروتنو سره سره “ټيوب لایټ” بیخي یو ځانګړی او تر نورو جلا فلم دی چې په ډېرو ښکلو ځایونو کې ثبت شوی دی، ددې ترڅنګ په کې طنز او تراژیدي هم شته چې لیدونکي هم په ژړا او هم په خندا کولو مجبوروي.

پایله:

د سلمان خان مینوال باید یو ځل ټيوب لایټ وګوري ځکه چې په فلم کې شته پیغامونه، لکه رښتیا ویل، پر خپل ځان بارو کول او د هر سم کار په ترسره کولو کې تر ټولو لومړی خپله وېره لرې کول هغه څه دي چې سختې لارې به مو اسانه کړي.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */