هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
سینما او تلویزون کلتور او هنر

د سلمان خان او کپیل شرما نومونه انټرنیت کې د لټون پر مهال تر ټولو خطر ناک

د هندي سینما مخکښ اکټر سلمان خان او مزاحیه اداکار کپل شرما د انټرنیټ په نړۍ کې د لټون پر مهال تر ټولو خطرناک مشهور ستوري یاد شوي دي.

نن سبا د فلمي دنیا او عامو خلکو ترمنځ فاصلې انټرنیټ رالنډې او تر یو کلیک پورې محدودې کړي دي. د فلمي ستورو مینه وال کولای شي چې د خپلې خوښي فلمي ستورو په اړه معلومات له انټرنیټ ترلاسه کړي، خو کپیل شرما او سلمان خان هغه فلمي ستوري دي چې په اړه يې لټون تاسو ته ستونزې زېږولای شي.

د هندوستان د یوې انټرنیټي امنیتي کمپنۍ میکافي له خوا په ترسره شوې څېړنه کې ویل شوي، سلمان خان او کپل شرما د انلاین لټول شویو ستورو په ډله کې تر ټولو خطرناک دي.

د څېړنې په وینا په انټرنیټ کې ددې دوه ستورو د لټون پرمهال ستاسو کمپیوټرونه ته “ ملویر” خطرناک ویروس ښکته کیدلی شي چې ورسره ستاسو کمپیوټر ممکن له کاره ولویږي.

دغه اداره وايي، په حیرانونکې توګه د انټرنیټ په نړۍ کې کپیل شرما په خطرناک ترینو کسانو کې لومړی مقام لري، سلمان خان دوهم، عامر خان دریم، پرینکا چوپړا څلورم، انوشکا شرما پنځم، سني لیون، شپږم، کنګنا رناوټ اوم، رنویر سینګ اتم، شاهد کپور نهم او پر لسمه شمېره بیا ټایګر شرف راغلی دی.

معنی دا چې که تاسو انټرنیټ کې دې نومومو پسې لټون کوئ نو ستاسو کمپویټر یا موبایل ته تر ډیره د خطرناکو وایروسونو د ښکته کیدو امکان شته.

دغه اداره د یادو فلمي ستورو مینه والو ته لاروښونه کوي چې ددوی په اړه د لټون پر مهال باید ښه فکر او غور وکړي، او یوازې دې د دوی له رسمي پاڼو او یا نورو باوري رسنیو ددې کسانو په اړه معلومات تر لاسه کړي څو له انلاین وایروسي بریدونو خوندي و اوسي.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */