طبیعت کلتور او هنر له نړۍ

د سلطان قابوس لوی مسجد د اسلامي نړۍ د تر ټولو د لوی محراب لرونکي مسجد ریکارډ لري

لیکنه: ياران

ژباړه: حمیدالله حمیدي

عمان هېواد د سعودي عربستان د ټاپو وزمې په ختیځه برخه کې پروت هېواد دی، چې (۵۰۰۳۰۹) کیلو متره مربع پراخوالی او (۲۵۷۷۰۰۰) تنه نفوس لري.

پایتخت یې مسقط دی. که څه هم چې عمان ګڼ شمېر مسجدونه لري، خو د سلطان قابوس لوی مسجد د عمان په مسقط ښار او صحار سیمه کې تر ټولو لوی ودان شوی مسجد دی، چې (۴۶۲۰) متره مربع پراخوالی لري او د نړۍ یولسم (۱۱) لوی مسجد بلل کېږي.

دغه مسجد پر یو وخت د ۲۰ زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري. لوړه ګنبده یې ۳۳ متره لوړوالی، ۲۴ متره پراخوالی او ۱۲ ټنه وزن لري.

د سلطان قابوس د مسجد محراب ۱۴متره لوړالی لري، چې د اسلامي نړۍ د تر ټولو لوی محراب ریکارډ یې خپل کړی دی. د دغه مسجد په جوړولو کې ایراني هنرمندانو خپل هنر کارولی، چې (۴۲۶۳) متره مربع فرش یې د ۶۰۰ نیشاپوري هنرمندو مېرمنو په لاس جوړ او اوبدل شوی دی.

د سلطان قابوس مسجد د جوړولو امر په ۱۹۹۲ کال کې د دغه هېواد د پاچا لخوا ورکړل شو، چې له همدې کبله د مسجد د جوړولو لپاره نړیواله سیالي هم تر سره شوه.

د مسجد د جوړولو رسمي کار په ۱۹۹۵ کې پیل او په ۲۰۰۱ کال کې پای ته ورسېد. د سلطان قابوس مسجد د ښځینه لمونځ کوونکو لپاره هم ځانګړی ځای لري، چې پر یو وخت ۱۰۰۰ تنه ښځېنه په کې لمونځ کولی شي.

د مسجد صحن ۲۴ زره او ۴۰۰ متره مربع پراخولی لري، چې په اعلی درجه سرامیکو باندې پوښل شوی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران