افغانستان عمومي

د سر صلیب تښتول شوی هسپانوي کارکونکی خوشې شو

نړیوال سور صلیب وايي، په افغانستان کې یو تښتول شوی هسپانوي کارکونکی د یکشنبې په ورځ خوشې شوی دی.

د سره صلیب یو چارواکي رسنیو ته ویلي چې دا هسپانوي کارکونکی یې ناڅرګنده کسانو تښتول و. نوموړې دده د تښتونکو او انګیزې په اړه له څه ویلو ډه ډه وکړه خو ویې ویل چې دا کارکونکی یې په کندز کې د دوی له ولایتي همکارانو سره یوځای شوی دی .

د کندز د پولیسو ویاند هجرت الله اکبري ویلي، جوان کارلوس د امنیتي ځواکونو له خوا د یکشنبې په ماسپښین خوشې شوی. د کندز د والي ویاند محمد دانش ویلي د سره صلیب دا کارمند غیرې مسولو وسلوالو تښتولی و. نوموړې نور جزییات نه دي ورکړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */