خواړه روغه سټه ګټه وټه

د سر د ویښتانو د شنه کیدو او پوستکي لپاره د مالګې ګټې

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

د ښکلو ويښتانو درلودلو لپاره به مو له بیلابیلو لارو چارو کار اخیستی وي، خو که غواړئ چې ویښتان مو اوږده، ځلاداره او ډیر وي، نو د مالګې کارول مه هیروئ. د لا ښه پوهاوي لپاره دا معلومات درسر شریکوو:

۱- مالګه د ویښتانو د زر غټیدو سبب کیږي
څیړنو مندلې چې مالګه د ویښتانو په ښه والي کې اغیزه لري. هغه کسان چې د ویښتانو د تویدو سره مخ دي، جلدي ډاکتران ورته د سر منیځولو په وخت کې د مالګې سپارښته کوي.

د ویښتانو ښه والي لپاره د مالګې استفاده ډېره اسانه لاره لري، لومړی د سر مو د سر ویښتان د تیر په څیر ووینځئ، بیا په یوه قاشوغې مالګې سره، د سر پوستکي ته مو د ۱۰ دقیقو لپاره ماساژ ورکړئ، وروسته یې ووینځئ. که چیرې دا کار په اونۍ کې، دوه ځل وکړئ، نو یوې میاشتې په جریان کې به مثبته نتیجه وګورئ.

۲- مالګه د سر د پوستکي د نارغیو ښه درمل دی
د پوستکي ناروغۍ، د سر ویښتانو د خرابیدو سبب کیږي. کله کله د ویښتانو سوکې زر ماتیږي، د سره پوستکی خارښ کوي یا هم سر پښه کوي، دا هغه څه دي چې د ویښتانو په خرابیدو کې اغیزه لري، د دې کار د مخنیوي لپاره، سر مو پاک ووینځئ، بیا ویښتان په څلورو برخو تقسیم کړئ، وروسته مالګه د زیتونو له تیلو سره یو ځای کړئ، بیا سر پرې مساژ کړئ، د ۲۰ قیقو لپاره یې پریږدئ، وروسته مو سر ووینځئ. د دې کار په ترسره کولو سره به مو ویښتان له ناروغیو خلاص او ښکلي شي.

۳- مالګه د سر غوړوالی له منځه وړي
د سر پوستکي کې اکثره د سباسه (sebaceous)غودې له امله غوړ پیدا کیږي، چې دا بیا د سر په پوستکي کې د دانو سر بیره ویښتانو ته هم زیان لري.

د دې د مخنیوی لپاره دوه قاشوغې مالګه په شامپو کې واچوئ او سر مو پرې ووینځئ، د هر ځل استعمال نه وروسته به وګورئ چې ویښتان موڅومره ښکلي شوي دي.

سرچینه: مشاور جلدی

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي