کلتور او هنر

د سري دیوي لور یو ځل بیا د خپلې مور یادونه راتازه کړل

د هندۍ سینما د نه هېرېدونکې اداکارې سري دېوي د کلیزې په ورځ د هغې لور د هغې تېر یادونه تازه کړل او یوځل بیا هغه مینوالو ته وریاده کړه چې د یو څه مودې لپاره تېرې هېره شوې وه.

سري دېوي د بالیوډ هغه افسانوي اداکاره وه چې په ډېرو ښو فلمونو کې يې کامیاب رول لوبولی او د خپل هنر په کمال یې د ډېرو خلکو په زړونو کې ځانته ځای موندلی و.

رسنۍ وایې، د دغه اداکارې ۵۵مې کلیزې پر مهال یې لور جهانوي کپور د خپلې مور یادونه خلکو ته ورپه زړه کړل.

په هندۍ سینما باندې د ډېر وخت راج چلوونکي اداکارې سرې ديوي په خپل ژوند کې په ډېرو مشهورو فلمونو کې کار وکړ چې په دغه دوران کې یې زیاتې جایزې او مډالونه هم په خپل نوم کړل.

رسنۍ وایې سري دېوي په خپل فلمي ژوند کې د خپل کمال او شهرت هغې اوج ته رسیدلې وه، چې بل څوک به یې هېڅکله هم ځای ونه شي نیولی.

د نوموړې اداکارې په ۵۵مه کلیزه کې د هغې مینوالو، فلمي ستورو او خپلوانو د هغې په یاد کې تصویرونو خپاره کړي او د هغې له خاطرو یې یادونه کړې.

په همدغه مهال کې د سري ديوی لور جهانوي کپور د خپلي مور تصویر په انسټاګرام خپور کړی په کوم کې چې د جهان کپور ماشومتوب لیدل کیږي.

تصویر کې جهانوي کپور د خپلي مور په غیږ کې لیدل کیږي او تر شاه یې پلار بوني کپور هم په خوشحاله حالت کې ښکاري.

بوني کپور د خپلې مېرمنې د کلیزې پر مهال ویلي چې په دنیا کې دوه ډوله خلک وي یو ډول اداکار او بل ډول هغه افسانوي خلک وي چې تل ژوندي پاتي کیږي او هېڅکله نه مري.

بوني کپور په وینا سري دیوي هغه افسانوي اداکار ده چې تل به د خلکو په زړونو کې ژوندۍ وي او ځای به یې هېڅکله هم بله اداکاره ونه نیسي.

بل لورته انیل کپور هم د سري دیوي د کلیزې پر مهال ویلی چې دغه افسانوي ادکاره یوه ستورې وه چې به یې ځلا تر ډېره روښانه وي، کپور وایې سرې ديوي هغه څوک نه وه چې پرې یوازې د ټلویزیون پردې ښکلې وي بلکي هغه څوک وه چې يې ورڅخه په ژوند کې هم ډېر څه زده کړي دي.

دی وایې هېڅ داسې ورځ به تېره نشي چې دوی، د سري دیوي دواړه لورګاني، جهانوي کپور او خوشي کپور پکې د سري دیوي تصویر ته ونه ګوري.

سري ديوي شاوخوا کال وړاندې په دوبۍ کې په یوه تشناب کې په مړ حالت وموندل شوه او پر مړینه یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مینوالو خفګانونه څرګند کړل.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.