ټولنیز ژوند روغه سټه

د سرطان د مخنیوي ۹ ارزانه او اسانه لارې چارې

لیکنه: شریف شاهین

ژباړه: شریف شاهین

سرطان وژونکې ناروغي ده، چې د افغانستان په څیر وروسته پاتې هیوادنو کې د مرګ دوهم نوم بلل کیږي.

سرطان یا کنسر نه یواځې د انسان ژوند ګواښي، بلکې یوه کورنۍ او په لویه کې یوه ټولنه د غربت ګړنګ ته ټېل وهي.

د سرطان لاملونه شاید بیلابیل وي، خو په عمده هغه يې د زیاتو سګریتو څکول، د عمر زیاتیدل، ویرسونه او باکتریا، چاغوالی او د ناسمو خوړو انتخاب دی.

ددې ناروغۍ نښې په لومړیو څو میاشتو کې نه احساسیږي؛ خو کله چې يې ریښي ژورې شي او مریض له اخه ټوخه وغورځوي، ناروغي يې تشخیص شي. ډاکتران وايي، که چیرې د سرطان ناروغي په لومړیو مرحلو کې تشخیص شي، درملنه يې اسانه ده.

د سرطان ناروغۍ معمولا له ۳۰ کلونو څخه په پورته عمر لرونکو کسانو کې پیدا کیږي.

په هر صورت؛ موږ دلته د سرطان ناروغۍ په پيژندنه، نه غږیږو؛ بلکې په دې بحث کوو، چې څنګه کولای شو، ددې ناروغۍ مخنیوی وکړو.

په دې لیکنه کې موږ د سرطان ناروغۍ د مخنیوي په (۹) اسانه او ارزانه لارو چارو خبرې کوو:

۱ـ سګریټ څکول پریږدئ


سګریت څکول د سرطان یو له اساسي عواملو څخه دی، چې هر کال له پینځلس نیم زرو زیات د سګریت معتادین په سرطان اخته کیږي او مړه کیږي. سګریت څکول د سږو او ستوني سرطان پیدا کوي.

۲ـ د لمر وړانګې مضرې دي
د لمر تېزې او سوځنده وړانګې هم د سرطان لامل کیږي. ددې لپاره چې د سرطان مخنیوی وشي، د لمر د سوځنده وړانګو سر مو تماس کم کړئ. هر کال څه د پاسه ۷ زره کسان د همدې له امله د سرطان په ناروغۍ اخته کیږي، چې زیات يې مري.

۳ـ سورخي غوښه په اندازه خورئ


د سرې یا سورخي غوښې زیاته کارونه هم د سرطان لامل کیږي. ډاکتران نارینه ته د ورځې تر ۳۰ او ښځینه ته تر ۲۵ ګرمه د سورخي غوښه سپارښتنه کوي. له دې زیاته يې په اغلب ګومان د سرطان په ناروغۍ اخته کوي. ډاکتران د غوښې په ځای د سبزیجاتو سپارښتنه کوي.

۴ـ هغه خواړه، چې زیات فایبر ولري او یا هم پروسس شوي وي


زیات فایبر لرونکي خواړه او هغه خواړه، چې پروسس شوي او بیا ساتل شوي وي، ډير خوړل يې د سرطان لامل کیږي.

۵ـ چاغوالی


چاغوالی او یا هم له ټاکلې اندازې زیات وزن د سرطان د ناروغۍ یو له اساسي لاملونو څخه دی. د څیړنې په اساس، په نړۍ کې هر کال تر ۴ زرو کسان د چاغوالي له امله د سرطان په ناروغۍ اخته کیږي او مري.

۶ـ ویروسونه
ځینې ویروسونه لکه پاپیلوما او هپيټاټیس هغه ویروسونه دي، چې په میرمنو کې د سرطان د ناروغۍ لامل کیږي. هر کال تر درې نیم زرو کسان د همدې ویروس له امله په سرطان اخته کیږي او مرګوني کیسونه يې ثبت شوي. اما له نیکمرغه، چې دا ویروسونه تشخیصیږي او د واکسینو په ذریعه له مینځه ځي.

۷ـ مشروبات او شراب


د زیاتو مشروبات (کوک، پيپسي، ډيو، نور…) او الکولو څښاک د سرطان ناروغي پیدا کوي. د څيړنې په اساس، هر کال ۳۲۰۰ کسان د همدې له امله د سرطان په ناروغۍ اخته کیږي، چې کابو ټول يې مړه شوي.

۸ـ تمرین


هغوې، چې په یوځای ناست وي او د ورځې کم تر کمه یو ساعت فزیکي تمرین نه کوي، په سرطان يې د اخته کیدو چانس ډیر دی. که غواړئ، چې ددې وژونکې ناروغۍ مخه ونیسئ، د ورځې لږ تر لږه یو ساعت تمرین وکړئ.

۹ـ د مور شیدې


د مور شیدې ماشوم د سرطان له ناروغیو ژغوري. هغه ماشومانو، چې کم تر کمه يې ۱۲ میاشتې يې د مور شیدې خوړلې وي، په راتلونکې کې يې په سرطان د اخته کیدو چانس کم دی. که میندې خپلو اولادونو ته ۱۲ میاشتې پوره شیده ورکړي، د څیړنې په اساس، هر کال به د سرطان ۲۳۵ پیښې ورسره کمې شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین