ټولنیز ژوند

د ستونزو زیږونکو کارکوونکو ۴ نښې

لیکنه: جیف هاډن
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

ځینې وخت په یوه اداره کې هغه کارکوونکي چې ډیری ستونزې راولاړوي، هڅه کوي په یوه څرګند ځای کې پټ شي او په خپلو ستونزو پرده واچوي.
ایا ستا همکاران هم ستونزې پنځوونکي دي؟ ایا دوی ستا د کار ځای له ستونزو ډکوي؟
ځینې وخت هغوی چې اصلي ستونزې زیږوي، په حقیقت کې ګواښوونکي کسان نه وي، دوی په اسانۍ سره کولی شي چې ستونزې په ګوته کړي او د حل لار ورته ومومي. خو ځینې وخت بیا اصلي ستونزې هغه کسان زیږوي، چې په کولو سره یې خوښ بریښي، خو په حقیقت کې په ورو ورو سره د نورو کارکوونکو روحیه، چلند او کارنامې تباه کوي.
لاندې یې څو نښې نښانې بیان شوي:

۱- له تصمیم نیولو وروسته خپل نظر شریکوي.
د بیلګې په توګه، ته د یوې موضوع په اړه غونډه نیسې. په دغې ناسته یا میټینګ کې د ناستې د ټولو ګډونوالو لخوا موضوعات او اندیښنې شریکې شوې او هر یوه خپل نظر ورکړ او په پای کې پریکړې هم ونیول شوې. د غونډې هر یوه ګډونوال له هماغو پریکړو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او اوس وار د دې دی چې اقدام وشي. خو د غونډې په پای کې یو کس راپاڅیږي او د غونډې له ګډونوالو سره خپل هغه نظرونه شریکوي، هغه چې د پریکړو له نیول کیدو مخکې یې شریک نه کړل. اوس نو دی له هماغو نیول شویو پریکړو سره مخالفت ښيي او نه یې مني.
همداراز داسې کس د غونډې تر پایه منتظر پاتې کیږي او په پای کې وایي: “زه له دې نیول شوې پریکړې ملاتړ نه کوم. زه له هرې بلې نیول شوې پریکړې سره هوکړې ته رسیدلی شم، خو دا پریکړه زه هیڅکله هم نه منم او ان دا چې په اړه به یې خلاف عمل هم ترسره کړم.”
دغه ډول کسانو سره کار کول سخت وي.

۲- داسې چلند به کوي، لکه له مخه یې چې خپل پور ادا کړی وي.
د بیلګې په ډول، په کار ځای کې یوه کارکوونکي تیر کال، تیره میاشت او یاهم تیره ورځ یو ښه کار ترسره کړی وي او نن ورځ او یاهم هره ورځ هماغه یادوي او په هماغه کار ځان له نورو کارکوونکو پورته ګڼي او په هماغه ویاړي. خو په اصل کې داسې نه ده. نن یوه نوې ورځ ده. د یوې ادارې د کارکوونکي ارزښت لرونکې مرسته هغه ده، چې یاد کس یې د هماغې ورځې پر بنسټ خپلې ادارې ته وړاندې کوي.
هغه کس چې وايي: “ما خپل پور ادا کړی دی، په دې مانا، چې زه نور د ښه کار ترسره کولو ته اړتیا نه لرم.” دا کوم غوره کار نه دی، خو خنډ اچوونکی دی.
که بې پروا او نا خبره اوسئ، وړاندې له دې چې تاسې په داسې کس پوه شئ، نو مخکې له مخکې به یې له ځان سره نور همکاران هم د تنبلۍ سترې کندې ته ورګوزار کړي وي.

۳- په دې خوښ وي چې داسې ووایي: “هو، خو دا زما کار نه دی.”
که چیرې په یوې کمپنۍ کې له یوه کارکوونکي څخه د یوه کار د ترسره کولو غوښتنه وشي، چې هغه کار د نوموړي کار کوونکي د مذهب، اخلاقو او قانون خلاف نه اوسي او د هغه له اوسني موقف څخه لاندې اوسي، نو دغه کارکوونکی یې باید په خوښۍ سره ترسره کړي او هیڅ راز پلمه ونه کړي.
“ښه کارکوونکي ستونزې په ګوته کوي او پرته له دې چې ورته وویل شي، پخپله ورته حل لارې پیدا کوي.”
د یوه کار پر وړاندې داسې ویل: “دا زما کار نه دی” په دې مانا چې “زه یوازې د خپل کار په غم کې یم.” دا ډول چلند کولی شي چې په ډیرې چټکۍ سره ټول کار فلج کړي، ځکه هغه کار چې په یوې کمپنۍ کې باید په ګډه ترسره شي، فردي بڼه ځان ته غوره کوي او په پای کې کمپنۍ له فلج کیدو سره مخ کیږي.

۴- د اوازو او ګونګوسو خپرول یې خوښیږي.
که چیرې د یوې کمپنۍ کارکوونکی له خپل همکار او یاهم مشر سره مخامخ د غږیدو وړتیا ونه لري، نو باید پسې شا هم ورپسې ونه غږیږي او بې ځایه اوازې او ګونګوسې ورپسې خپرې نه کړي.
هغه کارکوونکی چې دغه خبره کوي: “ته خبر نه یې چې احمد یا محمود څه کړي؟” په دې مانا چې، دی پرته له نورو خلکو پسې له خبرو کولو او بې ځایه ګونګوسو خپرولو، نور څه نه لري چې ترسره یې کړي.
په یوې کمپنۍ کې د ګونګوسو او بې ځایه اوازو د خپرولو فرهنګ نه یوازې دا چې د کارکوونکو وخت بی ځایه مصرفوي، بلکې د متقابل درناوي کچه هم ورو په ورو ټیټیږي او په زړونو کې کرکه پیدا کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل