لوبې

د زېمبابوې بریا د سریلانکا لپاره ستر سرخوږی شو

سمیع الله درانی

په پنځو یو ورځنیو لوبو کې په کور دننه د زېمبابوې پر وړاندې د سریلانکا ماته د سریلانکالپاره سردردی جوړکړی دی.

په روانه جولای میاشت کې زېمبابوې له سریلانکا نه د یو ورځنیو لوبو لړۍ درې د دوه پر وړاندې په کوردننه وګټله او د زېمبابوې دې بریا د نړۍ والو د حېرانتیا ترڅنګ د سریلانکا لوبډله هم تر فشار لاندې راوستې ده.

اوس تازه د سریلانکا پیاوړي سپین توپ اچوونکي مورلي تارن ویلي، چې جایاوردنی، سېنګاکارا او یا هم زه نه شم کولی، چې سریلانکایي کرکټ لوبډله وژغورم.

اوس لپاره سریلانکایي کرکټ لوبډله له ستونزو سره مخ ده، د زېمبابوې پر وړاندې د سریلانکا ماتې د نوموړ لوبډلې لوبډلمشر انجیلیو متیوز له لوبډلمشرۍ استعفی کولو ته اړکړ.

دا چې سریلانکا د زېمبابوې خلاف د یو ورځنیو لوبوسیالۍ وبایللې، په نومرو او مرتبه یې منفي اغېز زیات شو او راتلونکي کې هند له سریلانکا سره په سریلانکا کې یو ځل بیا سیالۍ لري او که سریلانکا دا سیالۍ وبایلي په لوبډله او لوبغاړو به یې لا منفي اغېززیات شي.

مورلي تارن زیاته کړې ده، چې اشوین او جدیجا د سریلانکا په ویشتن ځایونو او لوبغالو ډېر ځلېږي.

او د هغوی خلاف سریلانکايي لوبغاړي په کوردننه چندان ښه نه دي لوبيدلي.

اوس مهال جدیجا په ټیسټ توپ اچوونکوکې لومړی ځای لري او اشوین دوهم مقام خپل کړی دی.

مورلي تارن ویلي زما له تقاعد وروسته زه د سریلانکا په کرکټ کې دخیل نه یم او زه نه پوهېږم ، چې پنځه یا شپږ کلونوکې هلته څه پېښ شوي دي.

نوموړي زیاته کړې دا به زما لپاره ښه نه وي، چې له پوهاوي پرته په دې اړه تبصره وکړم؛ خو لوبډله کې ستونزه موجوده ده.

مورلي تارن د سریلانکا پیاوړی سپین توپ اچوونکی دی، چې ۸۰۰ وېکټې یې اخېستې دي.

هغه به یو ځل بیا د اې پي ایل سیالیو د لوبډلو په لړ کې د چینای سوپرکېنګز لوبډلې سره د روزونکي په توګه وګومارل شي، نوموړی له ۲۰۰۸ م کال راهیسې تر ۲۰۱۰ م کال پورې له نوموړې لوبډلې سره روزونکی و؛ خو چینای لوبډله په لوبو کې د درغلۍ له امله دوه کاله له لوبو ځنډول شوې وه او سږ کال یې دغه بندیز پای ته ورسېد.

مورلي تارن که له یوې خوا د وخت پیاوړی توپ اچوونکو و؛ خو اوس وایي چې له سریلانکا سره د ده په ګډون ښایي سېنګا کارا او جایاوردنی هم مرسته ونه شي کولای.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */