کلتور او هنر

د زرین خان غوسه؛ “زما لاسونه ستا تر مخ اوږده دي؛ خولې ته دې ووهم؟”

د بالیووډ مشهوره ادکاره زرین خان قهریدلې ده. زیات خلک د اداکارې زرین خان په باډي او جوړښت باندې ملنډې وهي او هغه چاغه او د فلمونو لپاره نامناسبه جلۍ ګڼي.

په ټولنیزو رسنیو کې په زرین خان پسې زیات کسان منفي لیکنې او تبصرې کوي؛ خو دا ځل یو کس په یوه ټلویزوني خپرونه کې مخامخ زرین خان ته د هغې په باډي پورې خندا کړې.

زرین خان قهریدلې او په ځواب کې ویلي:
“زما لاسونه ستا تر مخ ډیر اوږده دي. په مخ دې کلکه څپیړه درکړم؟”

دغه ټلویزوني خپرونه چې د “ایم ټي وي ټرول پولیس” په نوم یادیږي، پکې په زرین خان پسې ټول هغه سپکووني او ناوړه لیکنې او تبصرې ټولې شوي، چې نوموړې پسې د ټولنیزو رسنیو په مخ شوي.
د خپرونې چلوونکې هڅه کوي، چې د ټولنیزو رسنیو ناوړه تبصره کوونکي پیدا کړي، او له فلمي ستورو او وتلو څیرو سره يې مخامخ کینوي.

زرین خان ډیر کله د خپل صورت او په فلمونو کې د عشقي او روماڼتیکو صحنو له امله په ټولنیزو رسنیو کې سپکیږي. هغه له دې حالت څخه ډیره ځوریږي.

هغه وايي، چې په ټولنیزو رسنیو کې په دې پسې دومره بدې او سپکې لیکنې کیږي، چې نه یواځې دا، بلکې د ددې کورنۍ او ملګري هم خپه کوي.

نوموړې په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي:
“توهینوونکي په دې نه پوهیږي، چې ددوې سپکې لیکنې نه یواځې موږ، بلکې زموږ کورنۍ او دوستان هم خپه کوي. شکر، چې مور مې ټولنیزې رسنۍ نه کاروي، کنه په داسې لیکنو به هغه حتمن خپه شوې وه.”

زرین خان وايي، چې دا ډول خلک د خپل ځان او ټولنې دښمنان دي. نوموړې وايي، چې که ددې په توهینوونکو کې دومره جرائت وي، مخامخ دې راشي او له دې سره دې وغږیږي.
خان ګواښ وکړ، چې یوه ورځ به د ټولنیزو رسنیو له لارې دا سپکوونکي خلک پیدا کړي او حساب کتاب به ورسره وکړي.

هغه د هندي سینما یواځینې ستورې ده، چې له سني لیون وروسته يې په زیاتو عشقي او هاټ فلمونو کې کار کړی.
د نوموړې لومړی فلم “ویر” و، چې د سلمان خان سره يې ګډ خپور کړ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

تورپیکۍ سادات