ياران
له ژوند سره تړلې خبرې

د زده کړو پر مهال څه ډول کار وکړو؟!

52

اقتصادي ستونزو د زده کړو په ګډون د افغانانو د ژوند ګڼ اړخونه زيانمن کړي دي. هر افغان زده کوونکى او محصل د همدې ستونزو له کبله د زده کړو پر مهال د کار هڅه کوي. په دې کې نه شته چې کار کول که هر وخت وي ښه خبره ده؛ خو که د زده کړو د مخنيوي سبب کېږي په لوى لاس د خپل راتلونکي له منځه وړل دي.

پرون د ژورنالېستانو د روزنې يوه بنسټ دفتر ته درى تنکي ځوانان د دندې د موندنې په موخه را استولي وو. په دوى کې دوه يې له دوولسم ټولګي فارغ و او بل يې کومه تخنيکي لېسه لوستې وه. دوى دريو واړو د ژورنالېزم څو مياشتينى کور لوستى وه او د دندې په تکل له کوره وتلي وه.

د دغو ځوانانو هڅه د ستايلو ده، خو وخت او وړتيا يې د کار تقاضا نه کوي. دوى درى واړه د ژوند په داسې پړاو کې وه چې بايد د کار پر ځاى يې زده کړو ته لومړيتوب ورکړى وى؛ خو اقتصادي ستونزو او له ژورنالېزم سره لېوالتيا ښايي دوى اړ کړي وو چې د دندې په تکل شي.

په نړۍ کې له پرمختګونو سره هم مهالي ورځ تر بلې د خلکو کاري وړتيا لوړېږي او دغه کار سبب کېږي چې د اسختدام شرايط سخت شي. يعنې هر څومره چې د يو شمېر خلکو وړتيا لوړېږي د هغو کسانو لپاره چې د کار وړتياوې يې ټيټې وي د سيالۍ ډګر تنګېږي.

يو وخت به په ټول کلي او سيمه کې يو داسې کس چې پوهنتون يې لوستى وي نه پيدا کېده ؛ خو اوس د خداى فضل دى هر کورنۍ دوه او درى لري.

افغانستان ته د نړيوالې ټولنې له راتګ سره هغو کسانو چې انګريزي يې زده وه ښې پيسې پيدا کولى شوى، خو اوس چې د ډېرى خلکو دغه ژبه زده ده يوازې په انګريزي څوک هومره پيسې نه شي پيدا کولى.

په داسې کاري محيط کې چې ډېرى کارکوونکي يې ماسټران او ډاګټران وي، د لېسانس لپاره د کارکولو اړتيا نه پيدا کېږي په دې اساس هغه کاروونکي چې وړيتاوې يې ټيټې دي د کار له مارکېټ څخه وتو ته اړ کېږي.

په افغانستان کې چې اقتصادي ستونزې ډېرى ځوانان له لوړو زده کړو بې برخې کوي، هغه ځوانان هم چې تر يو بريده د زده کړو امکانات لري، لا ډېرو لوړو زده کړو ته نه پرېږدي.

دوى د پوهنتون په دوره کې کار ته مخه کوي. سره له دې چې کار کول ښه دي، خو که يې د پوهنتون له مسلک سره سم نه وي خورا ناوړه پايلې لرلى شي.

د کار په مارکېټ کې د شرايطو ورځ تر بلې سختېدو ته په کتو هغه د عامو خلکو په اصلاح په کار ده چې سړى لومړى زده کړي بيا کوزده وکړي.

نو هغه ځوانان چې له خپل مسلک سره سم د پوهنتون په دوره کې د کار په پيدا کولو کې پاتې راځي غوره ده چې لومړى په خپله مسلکي ځانګه کې زده کړې تر ممکنه بريده لوړې کړي او وروسته کار ته مخه کړي.

په دې توګه به يې هم زده کړې لوړې شوې وي او هم به يې راتلونکى له احمتالي ګواښ څخه بچ شوى وي.

تبصرې
Loading...