خواړه روغه سټه

د روغ او ښکلي صحت لپاره د دریو پوهانو ۵ مشورې

یاران اپ په ګوګل پلی سټور کې یاران په ګوګل پلی سټور کې

یاران اپ په ایفون اپ سټور کې  یاران په ایفون اپ سټور کې 

لیکنه: ګیسټ کنټریبیورټر
ژباړه: حشمت الله رحمتي

د ښه صحت د لرلو په باره ګڼې څیړنې شوي او ډیرو پکې د پرهیز، درملو او تمریناتو پیشنهاد کړی، مګر مونږ په دې لیکنه کې د دریو متخصصینو (یوناني درمل متخصص، د پرهیز په اړه د مشورو ورکوولو متخصص او د تمریناتو او سپورت متخصص) څخه غوښتي چې ۵ ساده مګر ډیر ګټور موارد راپه ګوته کړي، چې د ښه صحت لپاره یې ترسره کول اړین بریښي:

اوس راځو دغه ۵ موارد یو په یو د بحث لاندې نیسو:

۱. تل مثبت فکر کوه او د خلکو څخه کور مننه کوه
څیړنو په ثبوت رسولې ده چې وجود د فکر سره مستقیمه اړیکه لري. هر کله چې فکر سم وي نو وجود هم ښه وي (د امراضو په مقابل کې مقاومت لوړ وي)، نو ددې لپاره چې تل صحت مند و اوسو غوره ده چې هیڅکله د یوې مسلې په اړه ډیر تشویش ونکړو او د مشکل په اړه ډیر فکر کول نه یواځې دا چې مشکل نه حلوي، بلکې مشکل نور هم د شدت طرف ته بیايي.

۲. په خپلو خوړو کې سبزیجات ډیر استعمالوئ
که غواړئ چې ښه او روغ صحت ولرئ، د سبزیجاتو څخه ډیره استفاده وکړئ او د خوړو په تقسیم اوقات کې ورته ډیر ځای ورکړئ. د سبزیجاتو په عدم استعمال سره لاندې ناروغۍ په بدن کې سر را پورته کوي:
0. د زړه ناروغي
1. د وینې غوړ
2. فشار ناروغي
3. ګوردو ناروغي
4. معدې تکلیف
5. د سږو ناروغي
6. شکر ناروغي
7. د کولمو ناروغي
او دې ته ورته ډیرې نورې نا ارامۍ هم رامنځ ته کوي.
د معالجې لپاره يې دوامداره درملو استعمال پیشبیني کیږي، نو راځئ چې مخه يې ونیسو، ځکه چې وقایه له معالجې بهتر او ارزانتره ده. نو تاسې لره زمونږ لارښونه دا ده چې هغه میوې چې ژیړ پوټکی یا ډبل پوټکی لري وخورئ، تر څو مو پوټکی نرم او ښکلی شي.

۳. روزمره ۵ وخته خواړه وخورئ
مونږ په خپل عادي ژوند کې د ورځې ۳ وخته خواړه خورو، خو ددې پر ځای بهتره دا ده چې همدا د درې وختو خواړه په ۵ وختو کې وخورو، ځکه چې یوځل ډیر خواړه خوړل په معده بوج راولي.
مونږ باید لومړی سهار وختي خواړه وخورو، بیا په ۱۰ بجو کې یوه وړه ناشته وکړو، بیا د غرمې ډوډۍ وخورو، همدارنګه مازیګر ناوخته بیا هغه خواړه چې ژر چمتو کیږي وخورو، او پنځم وخت خواړه چې د شپې خواړه دي، باید لږ وخورو.
د خوراک نه مخکې یو ښه ګیلاس اوبه په نهاره څښل او همدارنګه د خوراک نه وروسته یو پنځه دقیقې باید پخپل ځای کې ارامه کینو.

۴. روزمره تمرین وکړئ
که غواړئ چې د سترګو لاندې حلقې مو له منځه لاړې شي، پوستکی مو ښکلی شي، فشار مو نورمال وي، اندامونه مو قوي شي او هډوکی مو هم ښه مقاومت ولري، نو تاسې باید روزمره منظم تمرین وکړئ.
څیړنو دا په اثبات رسولې چې د ورځې ۱۰ دقیقې منظم تمرین وکړئ، ښه تمرینات دا دي چې:
روزمره سهار د لمر ختلو څخه مخکې یا مازیګر ناوخته د لمر پریوتو څخه وروسته ترسره شي، منډه وهل، خپل کار ځای ته په بایسیکل تلل، سهار وختي خپلو ملګرو سره په پارک کې قدم وهل، لامبل البته سهار د لمر ختلو نه مخکې یا مازیګر د لمر پریوتلو نه وروسته.

۵. د شپې ښه او د پوره وخت لپاره خوب کول
ددې لپاره چې ښه صحت ولرو، هر ورځ مو په ښه توګه تیره شي، پراخه حوصله پیدا کړو، نو د شپې د پوره وخت لپاره خوب کول مهم دي او د خوب لپاره هیڅکله درمل مه استعمالوئ، د خوب لپاره باید کوښښ وکړو چې د خوب کوټه د امکان تر حده تیاره وساتو، ساعت د ځان څخه لرې کړو او کوښښ وکړو چې خپل کتابونه د ځان څخه لري کړو تر څو مو د شپې د خوب مزاحمت ونکړي. تر څنګ یې د خوب لپاره جامې ځانګړي کول هم ډیره ښه خبره ده.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حشمت الله رحمتي