کلتور او هنر

د رنویر سنګهـ او ډپیکا پډکون د واده نېته اعلان شوه

بلاخره د هندوستان د سینما د مشهورو ستورو او ښکلې جوړې رنویر سنګهـ او ډپیکا پډکون د واده نېټه معلومه شوه.

له ډېره وخته د دغو دواړو د ملګرتیا او اړیکي ډنډورې غږیدلي او ان کله کله به یې په ټولنیزه مېډیا کې د واده نېټه هم مینوالو له خپله زړه لیکله.
خو تازه هندوستانۍ رسنۍ وایې چې د واده نېټه د دواړو مئینانو او د دوب د کورنبو په خوښه ټاکل شوې.

رسنۍ دا هم وایپ چې ټاکل شوې د دوب دواړو واده له هندوستان بهر په یوه داسې ځای کې وشي چې د دواړو خوښ دی.

تر دې وړاندې هم څوځلې رسنیو د دوی د واده نېټې لیکلې وې، خو وروسته به بېرته د دوی د کورنیو او خپلوانو لخوا رد شوې.

هندوستاني رسنۍ وایي، ټاکل شوې د دوی دواړو واده د راتلوونکې نومبر میاشتې په ۲۰مه نېټه ترسره شي.

د رپوټونو له مخې د رنویر سنګهـ او ډپیکا پډکون واده به له هېواد بهر په ایټالیا کې په هغه سېمه چې د دواړو د خوښې ځای دی، چې ورته د لیک کومو نوم اخیستل شوی دی.

په رپوټ کې راغلي چې د واده لپاره د دواړو د کورنیو او خپلوانو له جملې یې یوازې ۳۰ کسان دعوت شوي او داسې ویل کیږي چې په دغه واده به زیات اندازه مصرف هم ونکړي.

راپور وایي ایټالیا د رنویر او ډپیکا دواړو د خوښي ځای دي، نو همدا لامل دی چې غواړي د خپل ژوند مهم او یادګاري ورځ همالته تېره کړي.

د رنویر او ډپيکا پډکون د واده د نیټې په خپریدو سره د دوی مینوالو او یو شمېر فلمي ستورو لا له وړاندې د دوی د واده مبارکیانې ورکړي او ږرته یې راتلوونکی له خوښیو او خوشحالیو ډک غوښتی.

فلمي ستوري کبیر بیدي په یوه ټویټ کې دغه ښکلې جوړې ته د راتلوونکي واده مبارکې ورکړې او د واده لپاره د دوی د ځای یعنې ایټالیا انتخاب هم ستایلی او ورته یې د راتلوونکې لپاره له خوښیو د ډک ژوند دعا کړې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی