کلتور او هنر

د رنویر او ډپيکا په واده کې د موبایل په استعمال بندیز لګېدلی !

د هندۍ سینما بالیوډ مشهورې جوړې ډپيکا پډوکون او رنویر سنګهـ د واده د نیټې له ټاکل کېدو وروسته خپاره شوې خبرونه وایي چې پرېکړه شوې چې د واده د مراسمو په جریان کې هېڅوک موبایل نه شي استعمالولی.

په پښتنې ټولنه کې به مو د دې ډول خبرو په اورېدو شاید کوم غبرګون نه وي لیدلی، ځکه د پښتنې ټولنې کلتور او دود همداسې دی، خو د هندې سینما د یوې جوړې په واده کې د موبایل په کارولو بندیز د حیرانتیا خبر دی.

د هندۍ رسنیو د رپوټ له مخې د رنویر سنګهـ او ډپیکا پډوکون د واده نېټه د راتلوونکې نومبر میاشتې ۲۰مه ټاکل شوې ده.

د دغه جوړې د مینې او اړېکې خبرې له ډېره وخته د خلکو په خولو وي او ډېر ځله دې اړېکو ته د رسنیو هم پام اوښتی.

څو ځلې یې د واده نېټې پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې خو بیا به د دوی له لورې رد شوي او کله کله به یې د اړېکې د ماتېدو رپوټونه هم خپاره شول، خو بیا به هم ردېدل.

څو ورځې وړاندې یې رسنیو د دوی د کورنیو له خولې د واده نېټې اعلان کړي، خو دا ځل یې پرېکړه کړې چې په واده کې به یې پر موبایل بندیز وي.

ټاکل شوې د دغه ښکلې جوړې واده د ایټالیا په (لیک کومو) ښکلي او ښایسته ځای کې وشي.

په دغه واده کې د دوی د نژدې خپلوانو او کورنیو سره یوازې او یوازې ۳۰ مېلمانه ګډون کولی شي.

د واده مراسم به ډېر په ساده ډول تر سره کړي، خو ښه راغلاست به ورته په ډېر ښه انداز وویل شي.

د واده په مېلمانو او ګډونوالو ځکه د موبایل بندیز لګېدلی چې تر څو د دوی د دغه واده تصویرونه او ويډیو ګانې په ټولنیزه مېډیا کې خپاره نشي.

د یادولو ده چې د انوشکا شرما او ویراټ کوهلي واده هم د ایټالیا په یوه ښکلی ځای تٌسکیني کې شوی و، چې د کورنیو او خپلوانو سربېره کې پکې ځېنو نورو مېلمنو هم ګډون درلود.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی