کلتور او هنر

د رنبیر کپور نوي فلم سینمايي ستوري ژړولي

لیکنه: شریف شاهین

د هندي سینما د وتلي ستوري رنبیر کپور نوی فلم (سنجو) نن جمعه خپور شو. فلم لکه څنګه چې تمه وه، د لیدونکو د تود هرکلي سره مخ شوی.

د هندي سینما یو شمیر ستوري هم ددې فلم لیدو ته ورغلي وه، او ویلي يې دي، چې فلم يې بیخي په زړه منګولې ښخښې کړې او دوې يې ژړولي دي.

د سینما ستور په ګډون د فلم کتونکي اټکل کوي، چې یاد فلم به په هندي سینما راج کوونکی فلم وي. هندي رسنیو د فلم د یو کتونکي له قوله لیکلي، چې سنجو په ریښتیا هم له نورو څخه بیل فلم دی او ددې فلم د کتلو موقع باید په هیڅ صورت له لاسه ورنکړل شي. په باور يې چې، بالیووډ شاید بیا ونه توانیږي، داسې فلم تولید کړي. دا ډول فلمونه په ژوند کې یو ځلې راځي.

هندي رسنیو د بالیووډ د یو شمیر ستورو ټویټونه هم راخیستي، چې د فلم په اړه يې خپل احساسات شریک کړي دي.

فاطمه ثنا شیخ، د کشمیر مسلمانه سینمايي ستورې ده، چې د عامرخان سره په دنګل فلم کې لوبیدلې. نوموړې چې اوس د عامرخان د راروان فلم (ټګز اف هندوستان) لپاره په شوټینګ بوخته ده؛ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

“سنجو فلم مې ولیده. ډیر په زړه پورې او ښکلی فلم دی. زه ورته بیخي ګوته په غاښ پاتې شوم. رنبیر ډیر عجیب دی.”

د دیویا کمار په نوم فلم جوړونکې وايي، “دا بیخي نادره وي، چې یو فلم دې زړه ته لاره وکړي؛ هکه حیرانه دې کړي او په هیجان دې راولي. سنجو فلم همداسې یو فلم دی.”

فلم جوړونکې شبانه عظیمي هم په خپله ټویټر پاڼه د فلم ستاینه کړې، او د فلم د بریالیتوب مبارکي يې ټول ټیم ته استولې ده.

سنجو د هندوستان د نوموتي سینمايي ستوري سنجیدت په ژوند جوړ شوی فلم دی، چې پکې رنبیر کپور د سنجي دت او دیا میرزا د سنجيدت د میرمن کردارونه لوبوي.

فلم د سنجیدت د ژوند تقربیا ټول اړخونه رانغاړي. د سنجیدت سینمايي ژوند، مینه او شخصي ژوند، د سنجیدت لوفري او شراب خوري او د هغه د بند کلونه هم پکې انځور شوي.

فلم کې د رنبیر کپور ښه کارکردګۍ د مینوالو د تود هرکلي وړ ګرځیدلې. کتونکې په دې باور دي، چې یاد فلم به د رنبیر کپور سینمايي ژوند بلکل بدل کړي.

داسې اټکل دی، چې د رنبیر کپور دا فلم به د هندي سینما په پرده د سلمان خان تازه خپور شوی فلم (ریس۳) ډیر ژر مات کړي. د فلم باکس افیس وړاندوینه کړې، چې فلم شاید د نن ورځې تر پایه ۳۰ کروړه هندي روپۍ وګټي.

ځينو سینمايي ستورو خو ان سلمان خان ته پیغور ورکړی، چې ولې اوس د رنبیر کپور په څیر ښه فلمونه نه شي جوړولای.

د سینما ګڼو کتونکو او څیړونکو د رنبیر کپور دا فلم شهکار بللی او تمه کوي، چې په هندي سینما کې به یو نوی طوفان جوړ کړي.

د رنبیر کپور دا فلم وروسته له هغې د تود هر کلي سره مخ کیږي، چې د نوموړي وروستیو فلمونو چندانې ښه بازار نه درلوده. د کټرینا کیف سره د نوموړي ګډ فلم جګاجاسوس خو آن د رنبیر کپور پلار ریشي کپور هم غوصه کړی و او ویلي وه، چې فلم ورته له جیبه هم تاوان ورکړ.

په ورته وخت کې د رنبیر کپور او عالیه بټ د مینې کهاني (داستان) هم د هندي رسنیو خبرونه جوړوي. د فلم د خپریدو یواځې څو ورځې وړاندې، رنبیر کپور له رسنیو وغوښتل، چې نور دده د شخصي ژوند په اړه پوښتنې ونه کړي. د نوموړې موخه د عالیه بټ په اړه له سوالونو څخه وه. رنبیر وايي، ځینې وختونه دوه مئینان هوکړه کوي، چې د خپلې مینې په اړه ونه غږیږي. “نو په همدې اساس، له ما څخه زما د مینې په اړه پوښتنه مه کوي.”

 

بې له شکه، چې د رنبیر کپور دومره سترې لاس ته راوړنې ته به عالیه بټ هم له خوښۍ په جامو کې نه ځایږي؛ خو نوموړې لا هم د فلم په اړه کومه تبصره نه دې کړي.

د یادونې ده، چې په یاد فلم کې د رنبیر کپور او دیا میرزا سربیره، انوشکا شرما، او سونم کپور هم لوبیدلي دي. فلم راج کمار هیراني جوړ کړی.

په یو ناتائید شوي خبر کې دا هم راغلي، چې د فلم اعلی کوالټي لینک په انټرنیټ کې خپور شوی. کتونکي وايي، که ریښتیا هم داسې شوي وي، فلم به له لوی تاوان سره مخ شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین