سپورټ مخکښان

د راشد په ستاینه سچن ټنډولکر، ویرات کوهلي او نورو لوبغاړو هم خولې راخلاصې کړې

یاران اپ په ګوګل پلی سټور کې یاران په ګوګل پلی سټور کې

یاران اپ په ایفون اپ سټور کې  یاران په ایفون اپ سټور کې 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نړیوال شهرت لرونکی ځوان لوبغاړی راشد خان د هندوستان د کورني کرکټ د «IPL» په مشهوره ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې ته د سترې بریا په ورکولو سره د نړیوال کرکټ پیاوړي لوبغاړي د خپل ځان په ستاینه مجبور کړل.

 افغان لوبغاړي راشد خان د «آي پي ایل» سیالیو یولسم پړاو پای لوبې ته د رسیدو په موخه د کلکتې لوبډلې هيلې په خپلې هر اړخیزې لوبې سره پای ته ورسولې او خپله لوبډله سنرایزرز حیدر اباد یې تر پای لوبې وروسوله.

 راشد خان په د بیګا شپې په مهمې سیالۍ کې د خپلې لوبډلې په ګټه په توپ وهنه کې په ۱۰ بالونو د ۴ شپږیزو او ۲ څلوریزو پرمټ ۳۴ ناسوځیدلو منډو جوړلو سره لوبډله د سخت حالت څخه وویسته او هم یې په توپ اچونه کې د کلکتې لوبډلې د ۳ پیاوړو لوبغاړو سوځولو ترڅنګ یو لوبغاړی رن او دوه نور په کیچ نیولو سره د میدان نه بهر کړل.

 د سیالۍ وروسته د کرکټ نړۍ مشهوره لوبغاړو د خپلو رسمي ټویټر پاڼو څخه د راشد خان په ستاینه لګیا شول، چې له ډلې یې د کرکټ نړۍ د ۱۰۰ سلیزو ریکارډ جوړونکي ماسټر سچن ټنډولکر د راشد خان په اړه په ټویټ کې ولیکل، چې له دې وړاندې به مې داسې ګڼله چې راشد خان د کرکټ یو ښه سپینر بالر دی، خو اوس په دې کې هیڅ شک نشته، چې نوموړی د ۲۰ اوریزه کرکټ فارمټ کې د نړۍ بهترین سپینر بالر دی او هم د نوموړي د توپ وهنې څخه متاثره شوی دی.

 د هندۍ لوبډلې اوسني لوبډلمشر ویرات کوهلي هم ټویټ کړی دی، چې راشد خان د ۲۰ اوریزه کرکټ بهترین لوبغاړی او په همدې اړه یې د ټویټ د لارې په سچن ټنډولکر هم غږ کړی دی.

 د خپل وخت په سپین بالینګ راج کوونکي اسټرالوي شین وارن هم د ټویټ کولو سره ویلي د سپین بالر یا توپ اچونکي په حیث د دغه ډول بالرانو د توپ اچوونې څخه خوند اخلم، خو د راشد خان توپ اچوونه ورته حیرانونکې ده.

 د هندوستان پخواني لوبغاړي محمد کیف، د ټینیس لوبغاړې سانیا میرزا، د بهرنیو چارې وزیرې سوشما سوراج او نورو هم ټویټونه کړي دي.

 تر ټولو جالبه خو لا دا ده، چې هندي کرکټ مینه والو د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج ته د ټویټونو د لارې ویلي، تر څو راشد خان د هندوستان افتخاري تابعیت ورکړي.

سوشما سوراج د ټویټ د لارې مینه والو ته ځواب ورکړی، چې ستاسو د ټولو ټویټونه مې ولیدل، خو تابعیت ورکول د کورنیو چارو وزارت پورې تړاو لري.

 وروسته له هغې د افغان راشد خان په ستاینه نړیوالو کرکټرانو خولې راخلاصې کړې، چې د یولسم پړاو په سږني «آي پي ایل» سیالیو کې یې د هندي لوبډلمشر ویرات کوهلي، پخواني لوبډلمشر مهیندرسینګ ډوهني، ویسټ انډیزيو لوبغاړو کریس ګیل، انډري رسل، ډواین براو، د کرکټ بې رحمه توپ وهونکي اي بي ډوییلرز، سریش راینا، انګلستاني بین سټوک، جوز بټلر، اسټرالوي کریس لاین او نورو پیاوړو لوبغاړو ویکټې ترلاسه کړې او دغه لوبغاړي یې د خپلې توپ اچوونې پرمهال د ستونزو سره راګیر کړي و.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی