روغه سټه

د ذهني فشار د کنټرول تر ټولو غوره لارې چارې!

ژباړه: غازي عابد

دلته مو د فشار د کنټرول لپاره سمې او ناسمې لارې په ګوته کړي:

۱- بیلابیل ذهني تمرینات ترسره کړئ، څو مو له ذهن ځیني دا فشار او تشویش ختم شي.

۲- تمرین وکړئ؛ کله تګ کول یا ګرځیدل راګرځیدل، د وزن پورته کول او منډه وهل.

۳- له کوره بهر، په ساحلونو، دښتو، ځنلګونو او کښتۍ چلولو کې خپل وخت تیر کړئ او پام مو غلط کړئ.

۴- له یوه ښه ملګري سره کیښنئ او خبرې اترې ورسره وکړئ.

۵- یوه ښه لامبه وکړئ.

۶- مساژ وکړئ یعنې ځان چاپي کړئ. کیدای شي خپله میرمن یا ملګری مو هم چاپي کړي.

۷- یو نرم، مئین او خوندور میوزیک واورئ.
۸- په ورځ کې د شلو دقیقو لپاره چیرته ځانته او یوې خواته د یو څه په ترسره کولو کې تیرې کړئ، حتا که څه مو کول هم نه، خو کیښنئ.

۹- ډیره خندا وکړئ؛ همدراز خندونکي فلمونه او نندارې وګورئ، ځکه دا مو دا بد حالت او تشویش له منځه وړي.

له ذهني فشار سره غلطه مقابله

۱- له اندازې ډیر څښل کول، یا نوشابې څښل.

۲- د ارامتیا په موخه د نشه یي توکو، درملو او ارام ورکوونکو ګولیو کارول.

۳- له حده زیاته او یا ډیره کمه غذا خوړل.

۴- له اندازې زیات ټلویزیون یا نورو سکرینونو ته کتل.

۵- له ټولنیزو فعالیتونو ځان لرې کول او په کې نه ګډون.

۶- پر نور خپل روحي فشار اچول یا یې د غورځولو هڅه.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */