ژوند او ژواک

د دین‌کارو فساد؛ د حج او اوقافو وزارت له خپلو ولایتي دفترونو خبر دی؟

پرون بوديجه تصویب شوه، باور دی چې زیاته به یې حج اوقافو ته هم ورکړې وي. حج اوقاف وزارت اوس یوازې د ټریول ایجنسي نقش لري چې خلک عمرې یا حج ته استوي. باقي دا وزارت هسې په دولتي تشکیلاتو کې د مصرفي ادارې په توګه د ملي بوديجې پر سر یو بوج دی.

د اصولو له مخې حج او اوقاف یوازې حج نه دی، له دې به تېر شو چې په حج کې څومره شوړې دي، څومره واړه ماموران پکې میليونران شول، دابه پرېږدو چې حج د وزارت د کارمندانو کلنۍ مېله ده، هر یو یې پنځه شپږ ځله حج ته تللی، حتا داسې ماموران شته چې هر کال حج ته ځي، خو اصلي به د دې وزارت صلاحیتونو او مسوولیتونو ته راشو.

په افغانستان کې اوس تر ټولو غټ ناورین د دين په نوم د ځینو ناکاره خلکو سو استفاده ده، دين او ديني صلاحیت یا د دیني قوانینو تطبیق باید د نظام په لاس کې وای، خو برعکس اوس طالب، جنګسالار او څو یاغي ملایان دين د ابزارو په توګه کاروي، دیني صبغه یې پر خپل ټټر وهلې چې چا ته یې زړه تنګ شي کافر یې کړي. اصلاً اوس اکثره ناکاره دین‌کاري د طالب په شمول دین د نظام او خلکو د تکفیر له‌پاره استعمالوي. طالب له دومره حماقت سره قاتل او بې‌دینه و نه ګڼل شو، خلکو ته جاني معرفي نه‌شو، خو پر نظام اوس هم د ځینو سخت‌دریځو له خوا د تکفیر او غیراسلامي ټاپه وهل کېږي.

د دې علت واضح دی، د حج اوقاف وزارت خپل مکلفیت نه پېژني، وزارت تر غوږونو په فساد کې ډوب دی، د حج او قاف بوديجه هسې د ملي شتمني ضایع ده.

تاسې د جمعې په ورځ د ښارونو حتا د کابل جوماتونو ته ورشئ د نظام د رټنې غږونه ترې وځي، اکثره ملا امامان یې د نظام پر ضد ویناوې کوي. زرګونه خلک ورته ناست وي او دوی د جهاد!؟ سرینده غږوي. په غیرمستقیم او مستقیم ډول د طالب داعیې ته حقانیت ور بښي.

د دې اکثرو جوماتونو ملاامامان له حج اوقاف وزارته تنخواوې اخلي، اکثره یې راجسټر دي، اکثره یې د نظام ماموران دي، دا په دې مانا چې پر نظام د نظام له تخرګه ګوزارونه کوي. که دا وزارت وزارت وای، حداقل د خپل صلاحیت دایره خو به یې په کنټرول کې وه.

دا خو پرېږدئ، د ولایتونو حال ته راشئ، داسې ولایتي ریيسان دي چې د کرزي د حکومت له سره ریسان دې تر ننه، نه یې څوک پوښتنه کوي، نه ور نه حساب غوښتل کېږي، نه ارزیابي شول او نه هغه امکانات چې دوی ته ورکول کېږي یو لوی وطن پرې جوړېږي.

مثالونه ډېر دي، یوازې یو مثال یا د یو ولایت مثال یې ولولئ. د میدان‌وردګ د حج اوقاف ریس تر لسیزه زیات ریس پاتې شوی دی، په خپل تشکیل کې ۱۲۰ ملاامان لري، د علماوو شورا لري، خو په عمل کې یوازې څلور ملاامامان په څلور جوماتونو کې دندې اجراکوي، مهرونه یې ورته جوړکړي د ریس په دفتر کې دي، حاضري یې په همدې مهرونو ټاپه کېږي، ملا خو سواد لري، ولې مهر ولګوي؟ خو دا شوړه ده. خپله ریس په کابل کې د یو جومات ملا هم دی، سجدې ته غوړېدلي یو سل او پنځلس جاینمازونه یې د میدان‌وردګ له سهمیې د کابل جومات ته راوړي دي.

د حج پوښتنه خو مه کوئ چې د معیوبینو پر ځای جوړ خلک لېږي، دا چې څه ترې اخلي له ده پوښتنه وکړئ.

دا یوازې میدان‌وردګ نه دی، په هر ولایت کې همدا حال دی. موږ خیالي پولیس لیدلي وو، خیالي مکتبونه او معلمان مو لیدلي وو، خو خیالي ملایان مو اوس ولیدل او دې حج اوقافو راته وښوول. که دا پیسې چې د ملایانو په ادرس د ریيسانو جېب ته ځي او څو ماموران په پړسېږي، پر هغو طالبانو ویشل شوې وای چې جنګ ته د ګټې په سترګه ګوري او په یو موټرسایکل او یو کریډیټ کارټ جنګ ته چمتو کېږي، ورکړل شوې وای، اوس به نه جنګ و، نه دربدري.

د حج او اوقافو د ولایتي ریاستونو دنده یوازې د حج انتظام نه دی، دوی باید د علماوو شوراوې جوړې کړي، جوماتونه او منبرونه په اختيار کې ولري او د نظام د نفوذ د پراختیا او مشروعیت له‌پاره د تبلیغ په طریقه یې وکاروي، خو برعکس همدا امکانات او همدا فرصت ضایع کېږي.

په وزارت کې به درانه خلک وي، وطن‌دوسته خلک به وي، خو هیله دا ده چې دا پټه جزیره کشف کړي، ولایتونو ته سر ورښکاره کړي او د خپلو ريیسانو د فساد کیسه له خلکو واوري. که داسې نه وي، بس طالب به وي او ورځ تر بلې به د خلکو ذهنونه د نظام د مشروعیت او اسلامیت پر شک او باور پړسوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */