سیاست

د دوست و دښمن ورکې کرښې؛ پاکستان سره څه وکړو؟

پر غزني ښار د وسله والو طالبانو وروستي برید ته د کوزې پښتونخوا مشهور ملتپال سیاستوال افراسیاب خټک پر افغان خاورې د جلال اباد له جګړې وروسته د پاکستان د دویم ناکام برید نوم ورکړ .

ښاغلي خټک پرخپلې ټویټر پاڼې ولیکل، چې پاکستان له دې جګړې څخه د خپلو لسګونه وژل شویو سرتېرو جسدونه بیرته ستانه کړي.

نوموړي له پاکستانه وغوښتل، چې د افغانستان پر وړاندې له داسې سیاسته لاس په سر او هم په جګړه کې د خپلو سرتېرو د ښکېلتیا سپیناوی وکړي.

دلته کابل نه افغان ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي هم اعلان کړې وه، چې پاکستاني جنګیالیو د نورو بهرنیو ترهګرو ترڅنګ پر غزني ښار ترسره شوي برید کې مستقیمه ونډه لرله، چې د ګڼو جسدونه یې هم د جګړې په میدان کې پاتې دي.

د غزني له پېښې سره په لږ زماني واټن کې د پاکستان سفارت په کابل کې د خپل هېواد د ازادۍ كلیزه د یو شمېر مطرحو او لوړپوړو افغان چارواکو او سیاستوالو په ګډون ونمانځله.

د پاکستان د خپلواکۍ په کلیزه کې د دغو څېرو ګډون؛ هغه هم په داسې حال کې چې غزني ښار د همدغه هېواد په مرسته په لګیدلي اور کې سوځیده د پوښتنې وړ ده.

نېمګړې دیپلوماسي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت غالباً اوسه پورې نه د پاکستان سفیر احضار کړی، نه یې د غزني په جګړه کې د دغه هېواد پر رول کومه اعلامیه ورکړې او نه یې بل داسې مناسب اقدام لیدل شوی.

په دې كې شک نشته، چې پر غزني د دغه برید په جنایت کې به له پاکستان پرته نور ډېر اړخونه هم ملامت او د پوښتنې وړ وي.

لازمه وه او ده، چې له پاکستان څخه وپوښتل شي، چې ولې له افغانستان سره خپله ابدي دښمني پای ته نه رسوي؟

په دې برخه کې له افغان حکومت پرته، ولس، مدني ټولنې او پاکستان ضدې سیاسي ـ ملي ډلې ټول په ګډ اقدام مکلف دي.

دوی باید په همغږۍ سره د غزني په جګړه کې د وژل شویو پاکستاني سرتېرو جسدونه په ډله ییز او اعتراضیه ډول کابل ته راوړي.

دلته یې د نړیوالو رسنیو د استازو پر وړاندې د پاکستان سفارت ته وسپاري او ترې وپوښتي، چې دومره سرتېري یې ولې افغان حریم ته د جګړې لپاره لېږلي وو ؟

افغان حکومت، د ملګرو ملتونو نمایندګۍ ( یوناما) د افغانستان نړیوالو متحدینو، ناټو او نورو مقتدرو او مسولو ادرسونو ته لازمه ده، چې پر افغان خاورې د پاکستاني سرتېرو دغه مستقیم تېری په نړیواله کچه د ملګرو ملتونو په سازمان او نورو نړیوالو بنسټونو کې په جدیت سره تعقیب کړي.

دوی دې پاکستان وپوښتي، چې ولې بیا ـ بیا د ترهګرۍ خلاف د مبارزې په مسئله کې د مرستې د ژمنو خلاف د ترهګرۍ ملاتړ کوي ؟

ولې له نړیوالو فشارونو، پرله پسې غوښتنو، مالي بندیزونو او خپلو تعهدو څخه په کراتو ـ کراتو تخطي کوي او په افغانستان کې د جنګیدونکو وسله والو طالبانو، حقاني شبکې او نورو ترهګرو څخه ملاتړ کوي ؟

د دوست او دښمن ورکې کرښې
افغان حکومت او په ټوله کې ملت د پورتني ذکر شوي ایډیال حالت په لرلو ځکه نه بریالی کیږي، چې لا هم له بده مرغه دلته د دوست او دښمن کرښې جوتې شوي نه دي، یا جوتې شوي خو عملاً د دې کرښو پالنه نه کیږي.

که دا کرښې جوتې وای، خامخا به افغان حکومت هغه سیاستوال او خپل لوړپوړي چارواکي پوښتلي وای، چې څنګه یې وجدان د غزني د په وینو لړلي حالت پر مهال د پاکستان د کلیزې نمانځلو اجازه ورکوله ؟

د حکومت د مسولانه اقداماتو نه ترسره کول یوه خوا او د پاکستان په اړه په ټوله کې د افغان سیاسي ډلو مذبدب دریځ ټول د نقد او پوښتنې وړ دي.

زموږ حکومت، ولس، سیاستوال او په ټوله کې ټول افغانان د یوه مهم لومړیتوب په توګه له پاکستان سره د دوستۍ ـ دښمنۍ د کرښې معلومولو لپاره همغږۍ او پریکنده دریځ ته اړتیا لري.

د دې دریځ او اجماع رامنځته کولو لپاره حکومت ته سترګې اوړي، چې لاس په کار او ټول په یوه واحده کرښه کې د خپل ابدي او نه بدلیدونکي دښمن د دسیسو شنډولو لپاره یو قوت کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.