افغانستان عمومي

د دوستم دفتر د عطا محمد نور څرګندونې په شدت رد کړې

د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم دفتر د عطامحمد نور وروستۍ څرګندونې په قهرجنو ټکو رد کړې دي.

د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور په کابل کې د بي بي سره په یوه مرکه کې ویلي وو، چې ولسمشرماڼۍ ورته د جنرال دوستم د ځای ناستي درخواست کړی، خو دې به يې ونه مني.

د چارشنبې په ورځ د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې د نور دا څرګندونې په شدت سره رد شوي او د نوموړي څرګندونې د افغانستان د ترکمن قوم لپاره سپکاوی بللی.

عطا محمد نور وايي، د دوستم د څوکۍ د نیولو وړاندیز یې نه دی منلی

اعلامیه وړاندې لیکي، چې عطامحمد نور د یو شمیر نورو خلکو سره لاس یو کړی او اوس نه یواځې دا چې د خپلې ډلې (جمعیت اسلامي) پښې وهي، بلکې د ملي جنبش ډله او عبدالرشید دوستم هم په قرار نه پریږدي.

ښاغلي نور له دې وړاندې په اجرائیه ریس ډاکتر عبدالله هم توندې نیوکې کړې وې او ویلې يې وه، چې دې نور په ډاکتر عبدالله باندې د تصمیم نیونې باور نه لري.

نوموړې په دې وروستیو کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره په مستقیمو خبرو اترو بوخت دی. ځینې دا خبرې اترې دده په شخصي کاروبار او سوادګریزو شرکتونو متمرکزې بولې، خو نور ته نژدې سرچیني وايي چې نور د بلخ د ولایت د پرېښودو په بدل کې له ولسمشر څخه په مرکزي حکومت کې د زیاتې ونډې د ترلاسه کولو په اړه له نوموړې سره خبرې اترې کوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */