سیاست

د درنې څپېړې درد ؛ ایران او پاکستان ولې د سعودي کنفرانس بایکاټ کړ؟

سعودي عربستان پرون سې شنبه د اسلامي همکاریو د سازمان په مرسته د اسلامي نړۍ د مخکښو دیني عالمانو د یوه خورا مهم کنفرانس کوربه و. دغه کنفرانس په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د دغو عالمانو د مشورې او ګډ دریځ نیولو په موخه بلل شوی و .

د راپورونو له مخې دې کنفرانس ته د نورو اسلامي هېوادونو د عالمانو ترڅنګ د ایران او پاکستان دیني عالمان هم بلل شوي وو، چې ایراني عالمانو یو مخ له نه ورتلو سره کنفرانس بایکاټ کړی او پاکستان له ۱۵ بلل شویو دیني عالمانو څخه یې یوازې یو تن ور استولی و .

د جدې ښار په دغه کنفرانس کې د ایران او پاکستان د دغه بایکاټ باوجود بیا هم له ۵۷ اسلامي هېوادونو څخه تر سلو پورې معتبرو او مخکښو دیني عالمانو برخه اخیستې .ټاکل شوې، چې دا دوه ورځینی کنفرانس نن چهارشنبه هم دوام ولري .

د کنفرانس د پرانیستې پرمهال د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي یوسف بن احمد العثمین وویل: جګړه یوه همېشنۍ حل لاره نه ده، د افغانستان مسئله باید د خبرو اترو له لارې حل شي .

د کنفرانس نورو ګډونوالو او له هغې ډلې د مکې معظمې امام په افغانستان کې روانه جګړه فتنه ګڼلې او د پای ته رسیدو غوښتنه یې کړې .

د کنفرانس څارونکي کنفرانس په ټوله کې بریالی ګڼي او په افغانستان کې له روانې تپل شوې جګړې څخه یې په رسمي او واضح ډول د دیني مشروعیت د پلمې په اخیستو کې مهم ګڼي .

خو ایران او پاکستان ولې دا کنفرانس بایکاټ کړ؟
په دې لیکنه کې به په همدې اړه لږ تم شوو :

د اوږدې سناریو پای
په افغانستان کې روانه جګړه له نن څخه نه؛ بلکې له نیږدې څلورو لسیزو راهیسې د اسلام ګټلو او جهاد په نوم پيل شوې . البته په دې کې شک هم نشته، چې د دې اوږدې جګړې یو شمېر برخې به له دې ادعا سره برابرې هم وې، خو مهمه خبره دا وه او ده، چې په دې اوږده جګړه کې تر هر چا ډېره د همدغو دوو ګاونډیو هېوادونو( پاکستان او ایران) ستراتیژیکې ګټې خوندي وې . دوی د خپلو همدې ګټو د ترلاسه کولو لپاره د دغې جګړې پیاوړي کولو او غځولو ته هر ډول زمینه سازي وکړه او ترننه نه پریږدي، چې جګړه ختمه او افغانان په سوله او آرامۍ کې ساه واخلي .

د پاکستان او ایران موخې په افغانستان کې معلومې او همدا دي، چې دا هېواد تل بې ثباته، په جګړه کې اخته، د کمزوري نظام څښتن او د دوی پر وړاندې کمزوری او تابع وي. پاکستان او ایران په افغانستان کې له ګډوډۍ څخه تر هر چا ډېره ګټه اخلي، ځکه یې تر هر چا زیاته پانګونه پرې کړې/ کوي او د ختمیدو هڅې یې ننګوي .

دوی دواړه پوهیږي، چې په افغانستان کې د سولې تامین او په دې برخه کې د سعودي د تاریخي کنفرانس جوت رول د دوی د اوږدې سناریو د پای ته رسیدو ورځې لنډوي . هغه سناریو، چې د دوی سیاسي او استخباراتي دسیسه ګرو لسیزې ـ لسیزې بې نهایته پانګونه پرې کړې او په ډېرو خواریو یې تردې ځایه د جګړې لوبه را رسولې ده .

درنه څپېړه
د سعودي نړیوال اسلامي کنفرانس تر وسله والو طالبانو هم ډېر د پاکستان او ایران د دیني عالمانو پر مخ درنه څپېړه وه، ځکه په افغانستان کې د روانې جګړې فتواوې تر ډېره د پاکستان استخباراتي ملایان ورکوي او د ایران اخوندان هم تر خپله وسه پټ و ښکاره د دغو فتوا تایید یا همغږي کوي .

د کنفرانس له سیاسي اغېزو او پایلو پرته د دغو هېوادونو عالمانو له وېرې او ډاره هم په کنفرانس کې ګډون نه دی کړی . د دوی وېره په دې وه، چې هلته د نړۍ تر ټولو معتبر او د لوړ علمي او منطقي دریځ لرونکي عالمان راټول ول او د دوی د فتوو او تبلیغاتو د رد لپاره یې اسلامي او منطقي دلایل وړاندې کول . پاکستاني او ایراني عالمانو، چې له اسلام څخه یې ابزاري او سیاسي استفاده کړې، په کنفرانس کې د موجودیت پرمهال نه شول کولای، چې د اسلامي نړۍ د لسګونه دیني عالمانو دریځ رد او د خپلو دسیسه یي او فتنه یي فتواوو ننګه وکړي .

په ټوله کې د سعودي کنفرانس افغان سولې؛ په ځانګړي ډول د جګړې د دیني مشروعیت د پلمې د ختمولو لپاره خورا ګټور و، پاکستان او ایران له همدې کبله د خپلو لاس لاندې افغان جنګیالیو په ملتیا له دغه کنفرانس سره سخت ودردیدل او د کنفرانس د ناکامولو ناکامې او ماشومانه هڅې یې وکړې .

له دې وروسته هیله شته، چې د جګړې لاروي او پلوي له عقل و منطقه کار واخلي او روانه جګړه، چې هرڅه ګڼي، د اسلام د ګټو او د جهاد د ارزښتونو جنګ یې ونه ګڼي !

که بیا هم دوی داسې کوي، خلک به یې پر عقل و منطق وخاندي او د پاکستاني او ایراني استخباراتو ذهني اسیران او مدافعین به یې وګڼي !

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.