کلتور او هنر

د (دبنګ۳) لپاره د ارباز پر ځای پرابهودیوا ډائریکټر اعلان شو

لیکنه: ابوبکر علیزی

د بالیوډ کامیاب فلم (دبنګ۳) لپاره تیاریانې روانې دي، خو دا ځل د دغه فلم د ډایریکټرۍ رول پرابهودیوا په غاړه لري.

تر دې وړاندې د دغه فلم د لارښوونې مسؤل د سلمان خان ورور ارباز خان وه.

دغه فلم(دبنګ۳) د دبنګ د فلمونو دریم دی، تر دې وړاندي (دبنګ۱) او (دبنګ۲) هم بازار ته راغلی وو چې خورا ډیر مینه وال یې لرل.

د فلم اصلي رول سلمان خان په غاړه لري او د فلم نجلۍ سوناکشي سنها ده.

په فلم کې ورسره د سلمان خان ورور اباز خان چې مخکې د دې فلم ډائریکټر هم وو، کار کړی او په فلم کې هم ورسره د ورور رول لري.
خو ولې دا ځل سلمان خان په خپل دغه فلم (دبنګ۳) کې د اباز خان په ځای د لارښوونې یا ډائریکټرۍ مسؤلیت پرابهودیو ته وسپاره؟

د پرابهودیوا له قوله ویل شوي چې په تېرو هفتو کې په ممبيي کې وو، چې په همدغه مهال ورته د دغه فلم وړانديز وشو، خو وایي دا داسي وړانديز دی چې مخ ترې نشي اړولی.

هغه هيله ښودلې چې دبنګ۳ فلم به هم د نورو فلمونو په څېر زړه راښکوونکی وي او ډېر مینه وال به ولري.

ویل کیږي چې دا فلم به د ۲۰۱۹ میلادي کال په جریان کې د سینما پر پرده راښکاره شي.

تر دې وړاندې سلمان خان د پرابهودیوا سره په یو بل کامیاب فلم وانټیډ(Wanted) کې هم کار کړی.

د یادولو ده چې روډي راتهوړ، سنګ از بلنګ او ایکشن جیکسن هغه کامیاب فلمونه دي چې په کې پرابهودیوا ډائریکټر و.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی