روغه سټه

د خوښ اوسیدو څو رازونه

 

ژباړه: غازي عابد

که څوک غواړي خوشحال اوسي او له خوښۍ ډک ژوند ولري، نو دلته ورته ځیني لارې چارې شته چې په مرسته یې کولی شئ ژوند په ارام، او خوښۍ تیر کړئ.

شکر وباسئ
څه چې لرۍ په هماغو شکر وباسئ او شکر ګذاره اوسئ، که دا نه وای نو څه به مو کړي وای.

کله ناکله یوازې شئ
– کله چې غوصه یا خفه یاست، نو ځیني وخت غوره ده چې چیرته په ارام ځای کې یوازې کیښنئ. خپل اهدافو یا کارونو په اړه مشاهده او فکر وکړئ. څو شیبې مو فکر بدل او ساعت مو تیر کړئ، څو غوسه او خفګان درنه هیر شي او مغز مو بیرته ارام شي.

که د خوښۍ لپاره لږ څه هم لرې نورو سره یې وویشئ
هڅه وکړئ خپلې خوشحالۍ مو نورو ته هم وویشئ، یعنې د خپل ځان ترڅنګ نور خلک هم خوشحاله وساتئ، چې دا په بیلابیلو مناسبو ډولونو او لارو چارو سره کیدای شي.

سپورت او تمرین وکړئ

تمرین او ورزش وکړئ؛ ځکه تمرین مو پام بدلوي او په وجود کې مو د خوښي پنځوونکو هورومونونو ترشح زیاتوي.

غوسه مو وباسئ
که چېرته غوسه یاست او غواړئ چې هیڅوک درسره خبرې ونه کړي، غوره به وي چې دا خپله غوسه په یوه بالښت یا په کوم نرم شي باندې په فشار راوستلو سره سړه کړئ. او یا هم کوم فزیکي تمرین وکړئ، داسې چې ستړې مو کړي.

پر خوښي راوړنکو شیانو تمرکز وکړئ
که خفه یاست، غوره به وي چې ژړا راوستونکي شیان له ځانه لرې کړئ، څو هیڅ د ژړا لپاره بهانه یا لامل پاتې نه شي. همدارانګه که چېرته ستاسې د نه خوشحالۍ یا غم لامل نه وي معلوم، نو په نورو حل لارو یې فکر وکړئ چې څرنګه دا نامعلوم خفګان ختمولی شئ.

ځان میلمه کړئ
که مو وس کیږي کله ناکله ځانګړي او ښه خواړه وخورئ، ځکه په دې سره به ستاسې وجود د قناعت او رضایت احساس وکړي، کله چې مو رضایت ترلاسه او قانع شوۍ، نو به خوشحاله یاست.

پر یادو هغو سربیره ګڼې نورې لارې چارې هم شته چې تاسو سره د خوښ ژوند په تیرولو کې مرسته کوي.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */