اقتصاد ټولنیز ژوند زده کړې

د خوږې ملګرتیا او غوره اړیکې لپاره ۵ ټکي په پام کې ونیسئ

لیکنه: غازي عابد

ژباړه: مریم محمدي

یوه دوامداره او ښه ټولنیزه اړیکه کوم سخت کار نه دی، بلکې خوشبختي ده چې دا هنر په اسانۍ زده کیږي.

د یو ښه ملګري/مګرې او همدرد کس پیدا کول ستونزمنه چاره نه ده، هغه هم په داسې یو عصر کې چې د تیلیفون او انټرنټ سهولنتونه پکې ډیر دي، خو یوه خبره ده، هغه دا چې ددغه ډول اړیکو ساتل په اوسني بې باوره شرایطو کې لږ سخته کار دی.

که چیرې تاسو دغه ۵ لارې چارې په ټولنیزو اړیکو یا د ملګرتیا په وخت کې وکاروئ نو له ستونزو سره به مخ نشئ:

۱- ریښتیني اوسئ
صداقت او ریښتینوالي د یوې فوق‌العاده او دوامداره اړیکې په درلودلو کې تر ټولو مهم اصل دی، ځکه هغه اړیکه چې په صداقت شروع شوي وي استواره او تل پاتې وي.

۲- صبر لرونکي اوسئ
ځیني وخت موږ داسې پریکړې وکړو، چې هغه له یو څه وخت وروسته بیا بې ګټې وي او ځیني وخت بیا پر وخت پریکړې نه کوو چې هغه له یو څه وخت وروسته بیا په دواړو پيښمانه یوو، نو ښه ده چې هر وخت پریکړه په صبر او سړو مغزو سره وکړو او هر اړخیزه یې وسنجوو.

۳- مثبت بحث وکړئ
کله کله د ډېرو خوږو ملګرو تر مینځ په یوه وړه خبرې بحث وشي، خو دا بحث دومره تند شي چې دوه زړونه پکې خفه شي، په تیره کله چې موضوع سیاسي او مذهبي وي. دلته تاسو ته پکاره ده، که غواړئ چې نږدې ملګري مو خفه نه کړئ، یوه ښه اړیکه ولرئ، نو د هغه نظر ته احترام وکړئ موضوع مو په مثبتو خبرو راټوله کړئ.

۴- ښه اوریدنکی اوسئ
یو شمیر خلک د عادت له مخې تل غواړي چې نور خلک د دوی خبرو ته غوږ ونیسي، خپلې خبرې وته ډیر مهمې او ښې ښکاري.
د خبرو په وخت کې د نورو نظر اخیستل، نورو ته د خبرو وخت ورکول، ستاسو اړیکه پیاوړې کوي، همدارنګه تر منځ مو درناوی زیاتوي
ښه اوریدل دا ګټې لرئ:
– کله چې د ملګرو خبروته غوږ نیسئ په حقیقت کې مقابل لوري ته اخترام کوئ.
– ښه اوریدونکی ښه پریکړه کوي.
– ښه اوریدونکی ښه درک لري.
– ښه اوریدونکي په اسانۍ سره د ویونکي باور تر لاسه کوي.

۵- تل خیر رسوونکي اوسئ
یوه دوامداره اړیکه تل، یو بل ته د مرستې یا خیر په رسولو ولاړه وي. کوښښ وکړئ چې د ستونزو په وخت کې د ملګرو ترڅنګ اوسئ.

ملګرو ته مو داسې ښکاره کړئ چې دا ستاسو مسوولیت دی چې د ستونزو په وخت کې ورسره اوسئ. همدارنګه د ملګرو خوښۍ مو په خپل ګډون او احوال اخیستو باندې لا ډیره کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد