روغه سټه

د خوب ځینې لارې چارې؛ له یخې لامبه تر تودو جرابو!

 

لیکنه: ریچارډ جانیس
ژباړه: غازي عابد

امریکايي ساینسپوهانو ثابته کړې چې د خپل ژوند د پلانونو بریالیتوب په ښه خوب او د شپې له لورې په کمو ګډوډیو او مزاحمتونو کې دی.

په دې نوې څیړنه کې چې په (Journal Sleep) کې خپره شوې وايي، د تحقیق او تجربو په لړ کې په ۸۲۳ کسانو څیړنې شوې، په دوی کې ۶۳ سلنه داسې و چې په خوب کې یې پرې د خپسو د راتګ او نفس بندۍ ستونزه درلوده.

که غواړئ چې د شپې له لورې بشپړ خوب وکړئ او له بیلابیلو ستونزو خلاص اوسئ، ګڼې لارې یې چارې شته، خو دلته مخکې له دې چې تاسې د خوب ګولۍ استعمال کړئ، نو د خوب لپاره دا لاندې لارې هم وکاروئ، ګوندې مرسته وکړي.

– د وجود تودخه مو منظمه کړئ او ځان مطمئین کړئ چې د وجود د ټولو غړو تودوخه یو شان ده.

زموږ د وجود توخه د خوب پرمهال ډیره ښکته کیږي. ځکه زموږ پښې د وینې ځیني ځانګړي رګونه لري چې د بدن تودخه کموي یا له منځه وړي.

که چیرته هوا سړه وي او ساړه مو کیږي ، نو جرابې واغوندۍ څو د وینې دا مهم رګونه چې تودخه له منځه وړي، پټ او بند شي؛ خو که ګرمي مو کیږي نو جرابې وباسئ، لکه د اوړي میاشت او سخته ګرمۍ کې، چې له ګرمۍ خلاص شئ، ځکه همدا رګونه تودوخه له منځه وړي. هڅه وکړئ چې خپلې پښې د دوبي په ګرمه هوا کې سړې وساتئ. دا درسره په ښه خوب کې مرسته کوي.

– ټیلیفون سره مه ویده کیږئ

هڅه وکړئ چې د خوب پرمهال ټیلیفون یا نورې الکترونیکي وسیله له ځانه لرې کړئ. ځکه دا هم د خوب د ګډوډۍ سبب کیږي. ځیني خلک د خوب په ځاي کې موبایل کاروي، چې سترګې یې ورته نیولي وي، د موبایل رڼا یې سترګو نه خوب وړي او بلاخره خوب یې خرابیږي.

همداراز که چیرته مو موبایل الارم لري یا په کې الارم کاروئ نو په تشناب یا اشپزخانه کې یې پریږدئ.

ددې ترڅنګ له خوبه ۳۰ دقیقې وړاندې ټیلیفون مه کاروئ، ځای پر ځای یې کیږدئ، چې له رڼا یې بچ شئ، ددې پر ځای یو کتاب خلاص کړئ، کیدای شي څه ورځیني زده هم کړئ او تاوان هم نه لري.

د نیمې شپې خواړه مه خورئ

هڅه وکړئ د شپې ناوخته خواړه ونه خورئ. دا مو معده ناارامه کوي او دا ناارامي مو خوب ګډوډوي. همدارنګه ماښامنۍ کې هم د ډیرو درنو او غوړو شیانو له خوراک ډه ډه وکړې. نرم او سپک شیان وخورئ څو د شپې ارام ویده شئ.

– راتلونکې ورځې ته چمتوالی ولرئ

ځیني اندیښمنونکي فکرونه چې له خوبه ستاسې مخنیوی کوي هغه د سبانۍ ورځې مهالویش او کارونو په اړه تشویش دی. په نیویارک کې د خوب د ناروغۍ انسټیټیوټ یو مشر ګاري ضامیټ وايي، تاسې باید د شپې لپاره یو معمول رامنځته کړئ یعنې چې هره شپه خوب ته په ټاکل وخت ورتګ کې عادي شئ، څو ستاسې ذهن خوب لوري ته بدل شي او د راتلونکې ورځې لپاره ښه چمتوالی ونیسئ.

ددې لپاره غوره ده چې تر ویده کیدو مخکې د سبا لپاره خپل وسایل، خپل بکس چمتو کړئ، جامې تیارې کیږدئ او داسې نور ترتیبات له وړاندې نه ونیسئ.

له دې سره به ارام خوب ولرۍ او تر ډیره به د خوب وخت په سوچونو او فکرونو ونه نیسئ. همدارنګه د ځینو مسلو په اړه که تشویش لرئ نو پر یو کاغذ یاداشت کړئ د سبا لپاره او خپل بکس کې یې کیږدئ.

– داخلي سکون پیدا کړئ

په ۲۰۱۵م کې د ماسچوسیټس طبي ښوونځي په یوه څیړنه کې ښودلې وه چې ۵۸ سلنه د بې خوبۍ لرونکي ددې وړ ول چې د شپې د ښه ارام خوب لپاره باید دوی ریاضت یا فکري تمرکز وکړي، په دې معنی چې دوی باید د ښه خوب لپاره په خپل وجود کې دننه سکون او ارام پیدا کړي.

نو مهمه ده چې د داخلي سکون لپاره تر ویده کیدو مخکې عبادت وکړئ. عبادت او ریاضت تر خوب مخکې ستاسو د سکون او ډاډ سبب کیږي.

– په سړو اوبو لامبل

هڅه وکړئ چې د ګرمۍ پرمهال د هرې شپې د نارمل پیل لپاره یخ شارو واخلئ، دا به مو د وجود تودوخه راکمه کړي او خوب ته به مو اماده کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */