سیاست

د خلکو او حکومت ترمنځ د واټن عوامل او د له منځه وړو لارې چارې یې

لیکنه: حشمت الله رحمتي

په افغانستان کې د حکومت او ملت ترمنځ د بحث وړ واټن شتون لري. په نوره نړۍ کې اتحاد د اتفاق لپاره صورت نیسي، مګر په افغانستان کې بیا اتحاد د زیات امتیاز د ترلاسه کولو لپاره صورت نیسي، چې دغه ډول اتحاد اصلأ نه یواځې دا چې اضرار لمنځه نه وړي بلکې نور يې هم زیاتوي.

نو په دې لنډه لیکنه کې به په هغو عمده عواملو بحث وکړو چې د حکومت او ملت ترمنځ د واټن سبب شوي، ددې تر څنګ به هغه لارې چارې هم درسره شریکې کړو چې ددغه رامنځته شوي واټن د لمنځه وړلو لپاره مهمې دي:

 دفغان حکومت او ملت ترمنځ د واټن د شتون عوامل:

الف. حکومت د خلکو اساسي غوښتنو ته ځواب نشي ویلی.
په اساسي غوښتنو کې امنیت، کار، فساد لمنځه وړل راتلی شي، په مجموع کې یو ملت هغه وخت د خپل حکومت څخه د ځان په تاوان دفاع کولو ته چمتو کیږي، کله چې خپل ځان په حکومت کې وویني.

ب. د قانون په حاکمیت کې عدم مساوات.
په افغاني ټولنه کې تر ټولو قدرتمند له قانون څخه هم لوړ حیث لري، حال دا چې په هره ټولنه کې قانون تر ټولو لوړ دی. د قانون په حاکمیت کې یو نوعه تمیز لیدل کیږي، ځکه چې په غریب تطبیق کیږي، مګر په مالداره نه تطبیق کیږي.

ج. د حکومتي مامورینو عدم ژمنتیا خپلې وظیفې او خلکو ته.
د وظیفې پر وړاندې ژمنتیا پدې معنا چې وظیفه به د پوره وخت لپاره اجرأ کوي، د خپلې وظیفې څخه به ناوړه استفاده نکوي. د خلکو په وړاندې ژمنتیا پدې معنا چې وظیفه به پدې منظور اجرأ کوي چې اضرار دفعه کړي، او خلکو ته ښه خدمت وړاندې کړي.
دلته یوه خبره چې باید په یاد مو وي هغه د قانون د تطبیق خبره ده (قانون دې په جدي ډول تطبیق شي ،که په حتمي ډول؟) په جدې ډول د قانون تطبیق پدې معنا چې قانون په داسې ډول تطبیق شي چې خلک ورڅخه رضایت ونلري، او د قانون حتمي تطبیق پدې مفهوم چې قانون دې پدې ډول تطبیق شي چې خلک یې په تطبیق راضي وي.
دا چې ډیری وخت په افغانستان کې قانون په جدي ډول تطبیق کیږي، نو همدا علت دی چې خلک د حکومت څخه ناراضه دي.

د. بیکاري.
د افغان دولت درې ډوله مخالفین شتون لري:
اول؛ هغه مخالفین چې د خپلو موخو د حصول لپاره یې ټوپک په اوږه کړی.
دویم؛ هغه مخالفین چې د پردیو د ګټو د حصول لپاره یې پردی ټوپک په اوږه کړی.
دریم؛ هغه ډله خلک چې د مجبوریت په اساس یې دغه ناوړه عمل ته مخه کړې، لکه د بغضې ځايي زورورو د ظلم له امله.

لومړۍ طبقه خلک چې د خپل ځان او کورنۍ ته د یو څه مالي امتیاز د ترلاسه کولو لپاره مخالفت شروع کړی. چې ډیر شمیر دغه اشخاص بې تعلیمه دي.

څنګه کیدای شي چې دغه واټن لمنځه یوسو:

الف. د قانونیت د اصل تطبیق.
حکومت باید ټولې کړنې د قانون په رڼا کې تر سره کړي. یعنې د قانون څخه بغیر هره سلطه او قدرت نفعه کړي.

ب. د شفافیت د اصل تطبیق.
شفافیت پدې مفهوم چې د حکومت د هرې کړنې څخه خلک خبر وي، یعنې حکومت باید د خلکو په وړاندې خپل مسولیت درک کړي، او د خلک د تشویشونو د رفعه کولو لپاره باید ځواب ورکونکی وي.

ج. جنايي عدالت تامین.
جنايي عدالت پدې مفهوم چې هیڅ مجرم باید بیدون د محاکمې او مجازاتو پاتې نشي، او هیڅ څوک باید بې موجبه متضرر نشي.

د. عدالت د اصل تطبیق.
عدالت پدې معنا چې حق حقدار ته وسپارل شي، د ظالم او مظلوم لاسنیوی وشي. د ظالم لاسنیوی پدې مفهوم چې د ظلم څخه یې مخنیوی وشي، او د مظلوم لاسنیوی پدې مفهوم چې د ظالم د ظلم څخه وژعورل شي.

ح. بیکاري لمنځه وړل.
فقر دی چې سړی کفر ته نږدې کو(الحدیث).
افغان حکومت ته په کار ده چې په یو لړ پرمختیايي پروژو لاس په کار شي، ډیر افغانان پکې استخدام کړي او دې ته څه زمینه برابره نه شي چې ورانکاریو ته خبره لاړه شي.

ز. حکومت باید په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.
حکومت دې په هغه ژمنو عمل وکړی چې د خپل کار په لومړیو ورځو کې د خلکو سره کړي، چې پدې ژمنو کې عمده ژمنې عبارت دی له: فساد سره هر اړخیزه مبارزه، د قانون حاکمیت، امنیت، مساوي وظیفوي فرصتونه برابرول…

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حشمت الله رحمتي