سپورټ سیاست

د حمید حسن په کور بمي برید او له چارواکو یې ناهیلي!

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلی تیز بالر حمید حسن پر کور تیر شپه ناوخته بمي برید شوی دی، چې د نوموړي کورنۍ ته په کې مالي زیان اوښتی دی.
د افغان لوبډلې دا تیز بالر، چې کلونه یې د افغانستان لپاره د کرکټ په ډګر کې نمایندګي کړې ده او اوسني وخت کې د ټپونو له کبله د ملي لوبډلې څخه بهر دی، وايي: تیره شپه نږدې ۹ بجې یې کور ته لاسي بم غورځول شوی دی، چې په برید کې یې کورنۍ ته مالي زیان اوښتی دی، خو له خوش بخته چې کوم ځاني زیان نلري.

نوموړی وايي، څو ورځې وړاندې یې کورنۍ ته نامعلومه کسانو زنګ وهلی و، چې ورڅخه یې د پیسو غوښتنه کړې وه، خو د دوي لخوا ورته انکار شوی و.
حمید حسن وايي، د انکار سره سم ورته نامعلومه کسانو ګواښ کړی و، خو دوي یې په اړه امنیتي چارواکو ته خبرداری ورکړی و، اما بیا هم پر دوي برید ترسره شو او مخه ونه نیول شوه.

حمید حسن په دغه برید کې امنیتي مسوولین پړ ګڼلي. نوموړي ګیله کړې، چې امنیتي مسوولین د پوره معلوماتو او خبرداري ترڅنګ بیا هم نه دي توانیدلې، چې د دغه برید مخه ونیسي، نو له هیڅ کس د خوندیتوب تمه نلري، ځکه د برید سره سره بیا هم یې د لمړنۍ شیبې وروسته هیڅ امنیتي قطعې پوښتنه ونکړه.

حمید حسن پر خپلې کورنۍ برید د نورو لوبغاړو ژوند او خوندیتوب ته اندیښمن کړی دی او وايي، که د دغه ډول بریدونو مخه ونه نیول شي، نو راتلونکي لوبغاړي هم د پوره خطر سره مخ دي.

حمید حسن د بنګلدیش خلاف یوه لوبه کې

دی وايي، له هیچا سره کومه شخصي دښمني نلري، خو یوازې د افغانستان لپاره د کرکټ په ډګر کې لوبیدل یې ستونزه ده، چې دی ورسره اوس مخ شوی دی.
حمید حسن مومند د هېواد په ولسمشر غږ وکړ، چې د لوبغاړو د ژوند خوندیتوب لپاره دې ځانګړې پاملرنه وکړي.

دا لمړی ځل دی، چې د کرکټ ملي لوبډلې د یو لوبغاړي پر کور بمي برید ترسره کیږي، خو که مخه یې و نه نیول شي، نو راتلونکي وخت کې نورو لوبغاړي هم ورته خطر سره مخ کیدای شي، لامل یې همدا دی، چې افغان لوبډله د کرکټ په ډګر کې په وروستیو کې ښه ځلیدلې ده او بېلابېلې لوبډلې یې له ګواښ سره مخ کړې دي، چې دا لاسته راوړنې د افغان لوبډلې دښمنانو ته بیا ده منلو نه ده.

حمید حسن دا خبرې په  فیسبوک لاف کې کړي:

په جلال اباد که د لوبغاړو پر کور د برید لومړی ځل دی، خو هدفي وژنې، تښتونې او بدې پیښې تقریباً هره ورځ کیږي.
ځايي اوسیدونکي په دې کار کې د ننګرهار ولایتي اداره ناکامه بولي چې د مافیايي کړیو او وسله والو ګواښونه یې په ښه ډول نه دي ځپلي، ځکه هره ورځ عام خلک له بیلابیلو امنیتي ننګونو سره مخ وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی