سپورټ

د حمید حسن لوبیدل ناممکن شول

یاران اپ په ګوګل پلی سټور کې یاران په ګوګل پلی سټور کې

یاران اپ په ایفون اپ سټور کې  یاران په ایفون اپ سټور کې 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی تیز بالر حمید حسن، چې په وروستیو څو کلونو کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې څخه لیرې پاتې شوی دی؛ یو ځل بیا د کرکټ په ډګر کې لوبیدو ته هیله مند و او ملي لوبډلې ته راستون شوی و، خو د روستیو معلوماتو له مخې نومړی د زیمبابوې خلاف په تمریناتي سیالۍ کې بیا ټپي شوی دی او په رسمي سیالیو کې به ګډ‌ون ونشي کړی.

نوموړي ته د ډاکټر په مشوره د دوه اونیو لپاره د ارام وخت ورکړل شوی دی او د زیمبابوې خلاف رسمي سیالیو کې به ونه لوبیږي.

تر دې مهاله د افغانستان کرکټ بورډ په رسمي توګه څه نه دي ويلي، چې نوموړی په کوم ډول حالت کې قرار لري.

حمید حسن مومند، چې کلونه یې د کرکټ ملي لوبډلې سره د یو مهم کلیدي لوبغاړي رول درلودلی و، په وروستیو کې د خپل صحت په اړه ډاډ ورکړی و او په ملي لوبډله کې یې د لوبیدو خبر ورکړی و، خو نوموړي سره یو ځل بیا بخت یاري ونکړه.

خپله حمید حسن هم په خبرو کې ویلي وو، چې ورځیني تمرینات په عادي توګه ترسره کوي او هیله مند دی، چې راتلونکو سیالیو کې د کرکټ بورډ د غواراوي کمیټې لخوا غوره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ هم د نوموړي د بیا چمتوالي او راتګ په اړه خبر ورکړی و، د دوي په وینا د حمید حسن درملنه ترسره شوې ده او د هغه د صحت په اړه یې ډاډ ورکړی و او په همدغه خاطر یې د ملي لوبډلې په نوملړ کې شامل کړی و.

د افغانستان په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۲ شل اوریزه او ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ نن په لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ سره نن ماښام ۷ بجې او ۳۰ دقیقو سره پیل کیږي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی