سپورټ

د جیسن هولډر راتګ د کیرن پولارډ پاچاهي پای ته ورسوله

د ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ او ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو برحاله لوبډلمشر جیسن هولډر د ویسټ انډیز کاربین پریمیر لیګ سیالیو ته په راستنیدو سره د بل ویسټ انډیزي الراونډر کیرن پولارډ لوبډلمشري ختمه کړه.

د (اي اس پي ان) ویب پاڼې د معلوماتو له مخې د ویسټ انډیز د کورني کرکټ کاربین پریمیر لیګ تجارتي۲۰ اوریزه سیالیو کې الرونډر کیرن پولارډ د بار باډوس ټریډینټ لوبډلې د کپتانۍ دنده ترسره کوله، چې اوس د جیسن هولډر په راتګ سره بیرته د لوبډلمشرۍ دندې څخه لیرې شو.

د ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر جیسن هولډ د بار باډوس ټریډینټ لوبډلې لپره د کپتان په ټاکلو خوښي څرګنده کړې ده او ویلي دي، هڅه به یې دا وي، چې د ۲۰۱۸ م کال نوي پړاو کې به لوبډلې ته د اتلولۍ ویاړ ور وبښي.

هولډر د کاربین پریمیر لیګ په تیر ۲۰۱۷ م کال پړاو سیالیو کې د ویسټ انډیز او انګلستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په سیالیو کې د بوختیا له کبله ګډون نه و کړی، خو راتلونکي پړاو ته په راتلو سره یې د لوبډلې لوبډلمشري هم ور په غاړه شوه.

 د ویسټ انډیز کاربین پریمیر لیګ سیالیو راتلونکی پړاو د روان ۲۰۱۸ م کال د اګسټ میاشتې د ۸ مې نیټې څخه پیلیږي او د سیپټمبر میاشتې تر ۱۶ مې پورې به دوام وکړي.

په دغه تجارتي لیګ سیالیو کې د ګیانا امازون، انتیګوا هاوکسبیلز، جمیکا تلاواهس، سنټ لوشیا ذوکس، بار باډوس ټریډینټ او د ټرین بیګو نایټ رایډرز ۶ لوبډلې شاملې دي.

ټرین بیګو نایټ رایډرز لوبډله، چې د شارخ خان د لوبډلې په نوم سره هم یادیږي، د خپلې تېرې اتلولۍ جام خپلولو څخه به په راتلونکي پړاو کې دفاع کوي.

   

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی