کلتور او هنر له نړۍ

د جنسي ځورونې یوه عجیبه کیسه؛ هغه سېنماګره چې تېری پرې شوی او تېری یې کړی !

په افغانستان کې د جنسي ځورونو له مسئلو به ډېر خبرشوي یاست، یا به مو پخپلو سترګو ډېرې داسې قضیې لیدلې وې، چې ترسره شوي او بیا یې چا پوښتنه نه ده کړې .

په نوره نړۍ کې جنسي ځورونه حتا که په ډېر کوچني حد کې هم وي قانوني تعقیب او مجازات لري .

دلته د ایټاليې د یوې مشهورې سینماګرې آسیا ارجنټو د جنسي مسایلو یوه همداسې جالبه کیسه درته کوو .

هغې کلونه پخوا د هالیووډ یو لوبغاړی هاروي واینسټین تورن کړی و، چې پرنوموړې یې جنسي تېری کړي. مېرمن ارجنټو له دې ادعا څخه وروسته له واینسټین څخه مالي تاوان هم اخیستی و .

واینسټین مېرمن ارجنټو ته د شکایت د اخیستو پ بدل کې یې ۳۸۰ زره یورو ورکړي وو.

اوس پر مېرمن ارجنټو یوه ځوان شکایت درج کړی او ویلي، چې دغې مېرمنې په ۲۰۱۳ کې هغه مهال چې دا ځوان ۱۷ کلن و د کلفورنیا په یوه هوټل کې هغه په جنسي لحاظ ځورولی دی .

دغه ځوان جیمي پنټ نومیږي .

د پنیټ وکیلانو ویلي، چې پینټ د مېرمن ارجنټو د یوه مینه وال په حیث د هغې لیدو ته ورغلی و، خو هغه یې د جنسي ځورونې سبب شوې وه .

وکیلان ادعا لري، چې د دغې جنسي ځورونې له کبله د پینټ روغتیایي حالت له خطر سره مخ شوی و.

پینټ له دغې ایټالوي سینماګرې څخه غوښتي، چې د ده د جنسي ځورونې له کبله باید ۳،۵ میلونه ډالره تاوان ورته ورکړي .

پینټ ویلي، چې د مېرمن ارجنټو له لورې د جنسي ځورونې پرمهال یې دی ۱۷ کلن او مېرمن ارجنټو ۳۷ کلنه وه .

د کلفورنیا د قوانینو له مخې که څوک غواړي یو څوک جنسي اړیکې ته دعوت او رضایت یې ترلاسه کړي مقابل لوری باید د ۱۸ کلنۍ عمر ته رسیدلی وي .

پینټ اوس ۲۲ کلن او ایټالوي سینماګره ۴۲ کلنه ده .

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې تازه ترلاسه شوي اسناد څرګندوي، چې مېرمن ارجنټو او جیمي پینټ د جنسي ځورونې د یادې قضیې د حل لپاره مالي توافق ته نیږدې شوي دي .

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بريښنا ارغند