ژوند بڼه

د جذابو خلکو ۱۵ ځانګړنې

لیکنه: حسیب نورمل

ژباړه: حسیب الرحمن نورمل

1. جذاب خلک؛ تل سپورټ کوي او د بدن ښکلا ته پوره پام کوي.

2. جذاب خلک؛ د جامو په انتخاب کې له پوره دقت نه کار اخلي، هغوي ښکلي او مناسبو رنګو لرونکې جامې په تن کوي.

3. جذاب خلک؛ د ښکلو جامو او سټایل ترڅنګ غوره افکار هم لري.

4. جذاب خلک؛ غذایي رژیم لري، ګټور خواړه خوري او له هغو خوړو پرهیز کوي چې روغتیا او د بدن ښکلا ته یې زیان لري.

5. جذاب خلک؛ د ظاهري ښکلا ترڅنګ باطني ښکلا هم لري.

6. جذاب خلک؛ په خپل نفس پوره باور لري.

7. جذاب خلک؛ خلک ساده، صادقه او وفادار وي.

8. جذاب خلک؛ ښه اورېدونکي وي.

9. جذاب خلک؛ مهربانه او زړه سواندي وي.

10. جذاب خلک؛ تل په موسکا خبرې کوي.

11. جذاب خلک؛ ډېر دوستان او ملګري لري.

12. جذاب خلک؛ خلک لږ شوخ طبیعته وي، تل هڅه کوي چې د خلکو پر شونډو موسکا خوره کړي.

13. جذاب خلک، له پوره روحي سکون نه برخمن وي.

14. جذاب خلک؛ ډېر وخت خیریه کارونه ته ورکوي.

15. او جذاب خلک؛ مینه ناک او صبور وي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حسیب نورمل