روغه سټه

د تړمو یا ګرمو اوبو څښلو څلور روغتیايي ګټې

یاران اپ په ګوګل پلی سټور کې یاران په ګوګل پلی سټور کې

یاران اپ په ایفون اپ سټور کې  یاران په ایفون اپ سټور کې 

لیکنه: سټیوین ایچیسن
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

ځینې کسان تړمې اوبه خوښوي چې ویې څښي او ځینې نور بیا یخې، خو تړمې اوبه څکونکي کسان ښايي له روغتيايي ګټو یې نه وي خبر، چې د دوی بدن څومره خوند ترې اخلي. د غاښونو د حساسیت له وجې ډیری کسان ډیر یخ او یاهم ډیر ګرم مشروبات نه خوري او هڅه کوي تړمې اوبه او یاهم نور مشروبات وڅکي.
اوبه؛ چې په هر شکل اوسي (تړمې، یخې، جوش شوې، فلتر شوې)، باید یو انسان یې په ۲۴ ساعتونو کې وڅکي. روغتیا پالان وايي، هر انسان باید په ۲۴ ساعتونو کې ۶-۱۰ ګیلاسه اوبه وڅکي، چې دا شمیر بیا د ځینو کسانو په فزیکي فعالیت او غټ والي سره توپیر کوي. زموږ او ستاسې وجود ډیری برخه اوبه تشکیلوي او اوبو ته اړتیا لري. په همدې اساس، لاندې د تړمو اوبو څلور روغتیايي ګټې بیان شوي دي:

۱- د معدې زخم ته تسکین ورکوي
د ښځو میاشتنۍ ناروغي یوه عامه ناروغي ده، چې ټولې ښځې ورسره مخ وي. په همدې اساس، په دغه وخت کې د تړمو اوبو څکل یا څښل دغه ناروغي اسانوي او درد کموي. بل خوا، زموږ ټول هغه وروڼه او خویندې چې د معدې زخم په ناروغۍ اخته وي، د ګرمو اوبو استعمال په طبیعي ډول د وجود هغو عضلو ته تسکین ورکوي، چې د درد رامنځته کولو لامل ګرځي.

۲- د اضافي غوښو (چاغۍ) څخه مخنیوی کوي
ته دا ولوله او بیا د تړمو اوبو له استعمال څخه یو څو وخته وروسته خپل ځان وزن کړه، چې څومره اضافي غوښه به دې له لاسه ورکړې وي. تړمې اوبه د اضافي غوښو په ویلي کولو کې خورا زیاته مرسته کوي. څیړونکي دغې موضوع ته لا هم د شک په سترګه ګوري، خو زه دومره ویلی شم چې د بدن د اضافي غوښو د ویلي کولو لپاره د تړمو اوبو څکل کاملاً یو مانا ورکوونکی کار دی او له بدن سره د اضافي غوښو په ویلي کولو کې خورا زیاته مرسته کوي. یو ژوندی مثال یې دا دی، چې دوه ګیلاسونه راواخلئ، په یوه کې یې یخې اوبه واچوئ او په بل کې یې تړمې (ګرمې) اوبه. وروسته بیا په دواړو ګیلاسونو کې لږ غوړ (وازګه) هم واچوئ. څو شیبې وروسته وګورئ، چې تړمو اوبو به غوړ (وازګه) ویلي کړې وي، خو یخو نه.

۳- د ستوني درد اراموي
د ستوني درد کومه ټوکه نه ده. کله چې ستونی په درد وي، نو د مړۍ تیرول هم سخت وي او درد کوي او داسې احساس کیږي، لکه انسان چې د ویښتو پاکي تیروي. په همدې اساس، د ستوني درد لپاره ښه دوا د تړمو اوبو څکل دي، چې کولی شي د ستوني درد ارام کړي. ښه به دا وي، چې په تړمو(ګرمو) اوبو او یاهم شین چای کې لږ څه مالګه واچول شي او غرغره شي، ترڅو اغیز یې لا زیات شي.

۴- په بدن کې د میتابولیزم توازن ساتي
زموږ او تاسې ټولو لپاره میتابولیزم یوه ستونزه ده او زه دا نه وایم چې د تړموږ اوبو څکل به زموږ ستونزه په بشپړه توګه حل کړای شي، خو لږ څه مرسته راسره کوي. کله چې زموږ وجود د اوبو له کمښت سره مخ شي، نو انرژي له لاسه ورکوي او مړاوی کیږي؛ همدا ده چې انسان باندې ضعفیت راځي. په همدې اساس، د تړمو اوبو څکل په بدن کې د میتابولیزم توازن ساتي او باثباته کوي یې.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل