ژوند بڼه طبیعت له نړۍ

د ترکیې په وان کې داسې پیشوګانې شته چې یوه سترګه یې ابي او بله ژیړه ده

وان د ترکیې په ختیځ کې تر تولو جذاب او ښکلی ښار دی. په دې ښار کې چې کومې پېشو ګانې اوسې یوه په زړه پورې ځانګړنه لري، هغه دا چې یوه سترګه یې ابي او بله یې ژېړه وي، چې د همدې ښار د سیند پر غاړه ژوند کوي. په زړه پورې خو لا دا ده چې ددې سیمې پیشو ګانې په اوبو کې د لامبو وهلو وړتیا هم لري. ددې ښار بله ځانګړنه چې اوسېدونکې یې ډېر پرې نازېږي، هغه دا ده چې تاریخي مخینه یې نیږدې ۵ زره کلونه ته ورګرځي. دلته مو یې ځینې سیمې درته معرفي کړې دي:

۱- د وان ارګ


د وان ارګ ددغه ښار یوه پخوانۍ سیمه ده چې درې زره کاله مخینه لري. لویه او لوړه غونډۍ یې د سیتادل وان په نوم پېژندل یادېږي. د وان د ارګ لرغونتوب اوومې پېړۍ ته ورګرځي. ددې لویې کلا دیوالونه له تورو تور لویو ډبرو جوړ شوي دي. د وان ارګ په مخکې د (سردار برج) په نوم بله ودانۍ موجوده ده چې د آرارات د پادشاهۍ د مهال کتیبې په کې تر سترګو کېږي. د زرګونه کلونو په ترېدو سره لا هم دغه کتیبې سالمې دي.

۲- د اختمار جزیره


د اختمار جزیره د وان ښار تر ټولو پخوانۍ سیمه ده او په اړه یې ګڼې افسانوي موجودې دي. ویل کېږي، چې یو مین به هره شپه د همدې جزیرې له لارې د خپلې معشوقې لیدو ته د پارو لرونکې کښتۍ په وسیله ورتلو. مینه یې تمار نومېده. یوه شپه له سخت توپان سره مخ کېږي، د اوبو موجونه یې هرې خواته بیا یې او دی له هر پارو وهلو سره وایي ( اه… تمار…) همدا وه چې د دې جزیرې نوم اخ تمار یا اه تمار اېښودل شوی دی. په دې جزیره کې داسې سیمې هم شته چې ۹۲۰ کاله مخینه لري.

۳- کاووس‌تپه


پخوانی پاچا ارارات تر ډېره په دې مشهور دی چې په خپل وخت کې یې ډېرې بې ساري کلاګانې جوړې کړې دي. کاووس تپه د وان ښار تر ټولو مشهوره سیمه ده. ددې کلا دېوالونه له توږل شویو او چهار خشته ډبرو څخه جوړه شوې ده چې د هغه وخت د معمارانو وړتیا او ځیرکتیا په ګوته کوي. د کلا په سر کې د وخت یو ځانګړی ځای شتون لري، چې د هغه وخت اوسېدونکو به پکې خپل عبادتونه کول. دغه راز دکلا په برخه کې د حبوباتو او نورو شیانو د ساتلو لپاره هم ځانګړي ځایونه جوړ شوي دي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.