ژوند او ژواک

د ترکیې د پوځ له خوا د سوري کډوالو د وهلو ډبلو ویډیو اعتراضونه راوپارول

 

ترکي چارواکو څو سرتیري نیولي چې په یوه ویډیو کې څرګندیږي چې له سوریې څخه ور اوښتي څو ځوان کډوال وهي ډبوي او سپکاوی ورته کوي. په سوریه کې د روان درز غوبل له کبله چې ترکیه هم په کې رول لري زیاتره سوري وګړي په ناقانونه لارو ترکیې ته اوړي.

پېښه تیره اونۍ د سوریې سره په پوله د ترکیې د پوځ په یوه پوسته کې شوې او څلور تنه ترکي سرتیري په کې ښکیل دی چې ور اوښتي کډوال وهې ډبوي او سپکوي یې .

په ویډیو کې یو سرتیري کډوالو ته وايي ” بل ځل ترکیې ته راځې؟ غلې شه! چیغې مه وهه! “ په داسې حال کې چې بل ملګری یې پر مځکه پروت کډوالو په لغتو وهي. “

دا ویډیو په پېښه کې یو شامل سرتیري اخیستي او په انلاین شبکو کې یې خپره کړې چې د مسلمانو کډوالو سره یې د ( خلیفه) اردوغان د حکومت په ناسم چلن پراخ اعتراضونه راپورته کړي.

ویډیو ځورونکې ده، هر چا ته یې د لیدلو سپارښتنه نه کوو

د ترکیې پوځ په یو بیان کې ویلي چې په دې پېښه کې شامل سرتیري یې پیژندلي او نیولي دي. پوځ وايي، څلور واړه سوري کډوال وروسته پولیس سټیشن ته وړل شوي، روغتیايي وضیعت یې کتل شوی او بیرته سوریې ته استول شوې دي.

تر دې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې د څو ځوانو سوریايي کډوالو هغه تصویرونه هم خپاره شوي او اعتراضونه یې راپورته کړي وو چې ترکیې پوځ په زور مجبور کړي چې د ښځو زیر پوشي واغوندي.

تر دې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې د څو ځوانو سوریايي کډوالو هغه تصویرونه هم خپاره شوي او اعتراضونه یې راپورته کړي وو چې ترکیې پوځ په زور مجبور کړي چې د ښځو زیر پوشي واغوندي.

د بشري حقونو ډلو پرلپسې له سوري او نورو کډوالو سره د ترکیې د پولیسو او پوځ چلن غندلی دی. په ځانګړې توګه په سرحدي سیمه کې پر ولسي سوریايي کډوالو د ترکیې د پوځ له خوا پرلپسې ډزې کیږي چې ګڼ شمیر کډوال یې مړه او ټپیان کړي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي تر اوسه پورې د ۱۵ ښځو او ۳۱ ماشومانو په شمول د ترکیې پوله ساتو ځواکونو ۱۶۳ سوریايي وګړې پر پوله د اوښتو پر مهال په ډزو وژلي دي.

تر دې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې د څو ځوانو سوریايي کډوالو هغه تصویرونه هم خپاره شوي او اعتراضونه یې راپورته کړي وو چې ترکیې پوځ په زور مجبور کړي چې د ښځو زیر پوشي واغوندي.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */