سیاست

د تحریک انصاف د ګوند یو غړي منلې چې مشال خان یې وژلی

د مردان د عبدالولي خان په پوهنتون کې د مشال خان له وژل کیدو څو ورځې وروسته د پاکستان په ټولنیزو رسنیو کې هغه ویډیو خپره شوې چې په کې وژونکي او نندارچیان یو بل ته ددې قتل مبارکي ورکوي او له یو بل غواړي چې د وژونکي نوم به نه یادوي.

 

د ایرام کالونۍ په سیمه کې د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند استازی عارف مردان په دې ویډیو کې چې تر قتل وروسته ثبت شوي ښودل کیږي چې راټولو شویو خلکو ته ووايي د هغه چا نوم به نه اخلي چې مشال خان یې وژلی دی او په پای کې وايي چې که څوک اخلي نو دده نوم دې واخلي.

ویډیو دلته وګورئ

راټول شوي خلک مذهبي شعارونه او یو بل ته د مشال خان د وژل کیدو مبارکۍ ورکوي. په ویډیو کې د تحریک انصاف ډلې سیمه ایز مشر عارف مردان د وژونکې ډلې د سر لارې په توګه خبرې کوي او د پاکستان امنیتي ادارو ته چیلینج ورکوي چې په ایف اۍ ار یا( د مجرمانو په اړه راپور) کې دې دده نوم ولیکي. نوموړی د ټینګار لپاره خپل او د خپل پلار نوم تکراروي.

د عمران خان د ګوند د یو غړي له خوا ددې وژنې د مسولیت د پرغاړه اخیستو ویډیو په داسې حال کې رابرسیره کیږي چې د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان د وروستي پاکستاني سیاستوال په توګه د مشال خان کور ته تللی او د هغه پلار ته یې تسلیت ویلي.

عمران خان په صوابۍ کې د مشال خان پلار ته ډاډ ورکړي چې که زوی د هر ګوند کسانو وژلی وي سزا به ورکړل شي.

د یادونې وړ ده چې مشال خان څو ورځې مخکې د مردان د عبدالولي خان په پوهنتون کې د یوې توطیې ښکار شو، مذهب ته د سپکاوي تور پرې پورې شوه او د یوې ډلې کسانو له خوا ووژل شو.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */