سیاست

د تاشکند غونډه او د افغان سولې مسله

محمد یوسف قادري
د وري ۷ په تاشکند کې د افغانستان د سولې د موضوع په تړاو یوه نړیواله ناسته ترسره شوه چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دګډون سربیره په کې د ۲۳ هیوادونو استازي او لوړپوړي چارواکي حاضر وو.

دا غونډه چې د بحث او خبرو اساسي محور یې افغان سوله او سیمه ییزه همکاري وه وروسته له هغې جوړه شوه چې افغان دولت په کابل کې د یوې نړیوالې غونډې پرمهال د سولې په اړه یوه هر اړخیزه او د پخوا په نسبت په واقعیتونو ولاړه طرحه وړاندې کړه له طالبانو یې په کې د خبرو د پیل کېدو او نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه کړې وه.

د تاشکند غونډه کې هم د افغان حکومت له لورې د وړاندیز شویو ټکو او د سولې د طرحې د ملاتړ ترڅنګ تود هرکلی وشو.

افغان ولسمشر د خبرو پرمهال طالبانو سره د سولې د خبرو له پاره د افغان حکومت اراده او ژمنتیا په ډاګه کړه او د سیمې هیوادونو ته په اشارې یې وویل چې ټول له یو ګډ ګواښ سره مخ دي او نه باید رامنځته شوي فرصتونه له لاسه ورکړي.

ولسمشر غني همدا ډول د افغانستان موقعیت ته په اشارې زیاته کړه په یوه بله لاره ممکن ده چې ټول سره د همکارۍ یو نوي پړاو ته داخل شواو د افغانستان له موقعیت په ګټه اخیستنه د سمیې د اقتصادي ودې له پاره کار واخیستل شي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف هم په خپلو خبرو کې ددغه هیواد د پخواني سیاست په پل د افغان سولې د هر اړخیز ملاتړ ټټر وواهه. میر ضیایف په خپلو خبرو کې وویل چې جګړه د حل لاره نه ده او باید په افغانستان کې اوسنی کړکیچ د خبرو اترو له لارې حل شي. ده همدا ډول ټېنګار وکړ چې په دې برخه کې افغان حکومت سره له مرستې پرته بله لاره نشته او ټول د سیمې هیوادونه باید د افغانستان لاسنیوی وکړي.

د ازبکستان د ولسمشر په خبرو کې دا هم راغلي چې دوی د افغان حکومت د سولې له بهیر ملاتړ کوي او که اړتیا شي نو د افغانستان په مالکیت د سولې د خبرو اترو کوربه توب هم په خپله غاړه اخلي.

د ازبکستان د ولسمشر په خبرو کې مهم ټکی دا و چې که په افغانستان کې سوله راشي نو د سیمې هیوادونو ته د همکاريو یوه نوې کړکۍ پرانستل کيدلای شي.

ده له طالبانو هم وغوښتل چې د سولې خبرو له پاره د چمتو کېدو ترڅنګ دې اوربند اعلان کړي چې افغان ولس د جګړې له روانو زیانونو خوندي شي.

د تاشکند غونډه ولې مهمه ده؟

د افغانستان او ازبکستان د ولسمشرانو د ګډون سربیره د ۲۳ هیوادونو د استازو او لوړ پوړو چارواکو پر وړاندې یو ځل بیا په افغان سوله راټولېدل دا معنا لري چې په سیمه او نړۍ کې په افغانستان کې د امنیت او ټيکاو اړتیا تر بل هر پخوا ډيره احساس شوې ده او دا لیوالتیا زیاته شوې چې د افغانستان د جګړې یو سوله ییز حل را وویستل شي.

په سیمه کې د داعش او نورو ترهګریزو ډلو حضور او فعالیت ددې سبب شوی چې په منځنۍ اسیا کې دا نظر پیاوړی کړی د افغانستان اوږدمهاله جګړه به د دوی له پاره هم سرخوږی جوړ کړي او همدا وجه ده چې له دوه لارو د ممکنه ګواښ د مخنیوي له پاره کار کيږي. یو نظر یې د داعش مخالف لورو لاس نیوی او مرسته ده او بل نظر یې افغان حکومت سره همکاري چې طالب سره سوله او د داعش وړاندې دکلکې مبارزې جوګه شي.

لومړی نظر چې د داعش مخالو ډلو سره مرسته وشي څو په شمال کې د داعش د نفوذ او په افغانستان کې د هغوی د ودې مخه ونیسي د ډيرو نورو کورنيو تاوانونو ترڅنګ دا ګواښ او خطر لا هم له ځان سره لري چې په ګاونډ کې یې د جګړې په لګیدلي اور کې د دوی له پاره غشي ګرمېدلای او جوړېدلای شي او هغه ګواښ چې دوی یې د مخنیوي هڅه کوي له منځه نه شي تلی، نو دا دویم نظر چې د افغان حکومت سره مرسته وکړي مخ په پیاوړي کېدو دی.

د وسله والو طالبانو په منځ کې د افغان سولې په اړه پخوانۍ ناستې ځکه د هغوی له پاره جذابیت نه درلود چې تر ډيره به یې محرکه قوه لویدیځه هیوادونه وو او د شته تخاصم پر بنیاد وسله والو طالبانو دا باور نه درلود چې په ریښتیني معنا به دوی سره خبرې وشي، خو د منځنۍ اسیا د هیوادونو په را شريکېدو سره د وسله والو طالبانو له پاره هم د باور فضا را جوړيږي او ډاډمن کيږي چې دوی به د افغان حکومت سره په خپلواکه توګه خبرې مخ ته یوړل شي.

افغان حکومت همدا ډول حساسیتونو ته په نظر کې نیولو سره وکولای شول د طالبانو په منځ کې د خبرو د پیل یو نظر ایجاد کړي او دغه پروسه کې د سیمې د هیوادونو همکاري او اجماع د افغان حکومت دریځ ته پیاوړتیا او تکیه کیدلای شي.

وسله وال طالبان پوهیږي چې د منځنۍ اسیا د هیوادونو په منځ کې د افغان حکومت د مخ پر ودې اعتماد پر دوی د فعالیت سیمه نوره هم تنګولای شي نو ځکه به وغواړي چې د تاشکند په غونډه کې شوې خبرې بابیزه ونه بولي او هغه چوپتیا چې د کابل ناسته کې د سولې په تړاو د وړاندې شوې طرحې وروسته یې غوره کړې یوه معنا ورکړي.