روغه سټه ژوند بڼه

د بې خوبۍ څخه د خلاصون ۹ لاري چارې

لیکنه: پلوشه فضلي

د ورځنیو بوختیاوو له وجي نن ورځ د اکثرو خلکو د خوب کچه د مناسبي اندازې څخه کمه سوې ده. د ډاکټرانو په وینا خوب باید ۷ یا ۸ ساعته وي. تقریباً هر څوک د ښه خوب پر ارزښت پوهیږي. خو ځیني وخت داسي هم وي چې خوب مو له سترګو څخه تښتېدلی وي، که تاسي د شپې ښه خوب کول غواړئ نو لاندي څو سپارښتني درسره مرسته کوي چې ښه خوب او آرام وکړئ:

1. الکترونیکي آلات مو له ځانونو څخه لیرې کړئ

که مو د بیدېدلو پر وخت مبایل او یا سمارټ فون په لاسونو کې وي نو د خوب درتلو څخه ځانونه بېغمه کړئ. ځکه له دې آلاتو څخه راتلونکې آبی شعاوي دماغ ته دا احساس ورکوي چې اوس لا د خوب وخت نه دی. نو د خوب څخه مخکي خپل مبایلونه له ځانونو څځه لیرې کړئ.

2. د خوب بستر مو پرېږدئ او ولاړ سئ

که د پرېوتلو سره سم مو تر شلو دقیقو پوري خوب و نه سو کړای، نو بیا له خپل بستر څخه پورته سئ او بلي خوني یا په همدې خونه کې د کتاب مطالعې ځای ته ولاړ سئ او څو دقیقې مطالعه وکړئ، کله چې مو د خوب احساس وکړ نو بیرته خپل بستر ته راسئ.

3. ډېر تلوېزیون مه ګورئ

که تاسو پر ډېر تلوېزیون کتلو روږدي یاست، دا عمل مو د بې خوبۍ او دبدن د ستړیا لامل ګرځي. پر له پسې څو ساعته تلوېزیون کتل مو د خوب درتلل ستونزمن کوي نو د تلوېزیون له ډېر کتلو څخه ځان وساتئ.

4. ګرمي شیدې او عسل وخورئ

د بیدېدلو څخه مخکي په یوه ګیلاس شیدو کې عسل ګډول د خوب راوستلو یوه ښه لاره ده. په شیدو کې سته امینو اسید د خوب په راوستلو کې تر ډېره حده مرسته کوي.

5. خوب راوستونکې فضاء جوړه کړئ

که آرام او ښه خوب غواړئ نو د خوب له پاره ښه فضاء جوړه کړئ. موبایلونه او کمپیوټرونه مو لومړی د خوني څخه بهر او یا يې له بستري څخه لیرې کښېږدئ. ځکه پر دوی باندي راتلونکي پیغامونه ستاسو په خوب کې مداخله کوي.

6. ورزش وکړئ

که د کوم تشویش له وجي خوب نه درځي، نو ورزش وکړئ او یا د یاداښتونو په کتابچه کې لیکل وکړئ. څېړنو ښودلې ده چې ورزش مو خوب بهتره کوي. او یادښتونه لیکل مو تشویش کمولی یا د خوب پرمهال ځنډولی شي.

7. د خوب وخت مو مالوم کړئ

که تاسو د بې خوبۍ څخه کړېږئ، نو د بیده کېدو او راکښېنستلو وختونه مو مشخص کړئ. او د خوب څخه مخکي مطالعه او یا د قرآنکریم تلاوت درسره د خوب په راوستلو کې مرسته کوي.

8. په تړمو اوبو ولمبېږئ

په ګرمي کې خو دا طریقه ښه نه ده، خو په ژمي کې د خوب څځه دوه ساعتونه مخکي په نیمو ګرمو اوبو سره لمبېدل د خوب راوستلو له پاره ښه دي.

9. خپل درمل وګورئ

که کوم ډول درمل کاروئ او د بې خوبۍ سره مخ یاست نو خپل درمل چې تاسو يې کاروی ډاکټر ته ورښکاره کړئ او د کمېدو مشوره يې ورڅخه وغواړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

پلوشه فضلي