کلتور او هنر

د بیګ باس ټلویزیونې پروګرام (شو) ۱۲م پړاو پیلیږي

د مشهور هندوستاني ټلویزیوني پروګرام بیګ باس ۱۲م پړاوو د پيلیدو په درشل کې دی، خو لا هم د دغه پروګرام د پيل لپاره وخت شته.

بیګ باس د هندوستان د مشهورو ټلویزیوني پروګرامونو څخه دی چې زیات مینوال او لیدونکي لري.

تر دې وړاندې د دغه پروګرام ۱۱ پړاوونه په کامیابۍ سره پای ته رسیدلي دي.

اوس رسنۍ وایي چې د دغه پروګرام پرومو (له پروګرام وړاندې برابرې شوې لنډې برخې) خپریږي.

دا ځل پرېکړه داسې شوې چې دغه پروګرام کې به عامو خلکو ته هم وخت ورکړل شي تر څو شو لا خوندوره شي.

دغه پروګرام به د ستمبر په میاشت کې خپور شي.

ټرایل؛

د ټولنیزې میډیا په واسطه په ټویټر کې د بیګ باس له ادرسه خلکو ته د دغې کامیاب ټلویزیونې پروګرام د ۱۲م پړاوو خپرېدو زیری ورکړی.

په ټوئټر کې په خپاره شویو معلوماتو کې د دغه پروګرام کوربه د هندي سینما ستوری سلمان خان ښودل شوی.

وړاندې تر دې ویل شوي ول چې دا ځل به یعنې ۱۲م پړاوو کې به سلمان خان سره سره د بالیوډ مشهوره اداکاره کټرینا کیف هم کوربنه وي، خو تر اوسه د کټرینا کیف په تړاوو څه نه دي ویل شوي.

د بیګ باس په خپور شوي ټریلر کې ښکاري چې سلمان خان یو ټولګي ته ننوځي او په ټولګي کې د ټولو نومونه اخلي.

په پرومو کې سلمان خان وایي، چې دا ځل له مختلفو جوړو سره د بیګ باس په ۱۲م پړاوو کې، زه راروان یم.

تر دې وړاندې سلمان خان د دغه کامیاب ټلویزیوني پروګرام ۱۱ پړاونه وکړل چې ډېر مینوالو او لیدونکي یې ولرل.

اوس همدغه پروګرام ۱۲م پړاو پيلیږي چې ټاکل شوي د سپټمبر د میاشتې په ۱۶ نیټه به پيل شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی