خواړه روغه سټه

بینډۍ ستړیا او شکر له منځه وړي او له لوږې مو ژغوري

لیکنه: ياران

ژباړه: مریم محمدي

بینډۍ د سمبل د کورنۍ یوه ګل دی، چې دا ګل په آسیا او افریقا کې ډیر پیدا کیږي.

له دې خوړو نه په اروپا کې ډیره استفاده کیږي. هر خواړه په بیلابیلو سېمو یا ځایونو کې په مختلفو نومو یادیږي. بنډۍ په افغانستان کې هم ډیر نومونه لري، څوک ورته بامیه، بنګړۍ، لیړو او ځیني خو حتا بامیان هم ورته وایي. په ټوله کې دا خواړه د پښتنو په سيمه کې د بنډۍ په نوم ډیر پېژندل کیږي. بنډۍ وچ او تازه په دواړو ډولو خوړل کیږي له وچو بنډیو نه په ژمې کې استفاده کیږي.

بینډۍ داسې خوندور خواړه دي د پوستکي ښکلا سربیره، د ډیرو ناروغیو درملنه کوي. ډیری خلک دا خواړه خوښوي، خو یو نیم داسې خلک هم شته چې بین‌ۍ یې نه خوښیږي د هغو لپاره پکار دا چې دا ګټې تر پایه ولولي:

۱- بنډۍ د ولږې مخه نیسي.
په بامیه کې شته انرژي له تاسې سره مرسته کوي چې ژر د ولږې احساس ونکړئ، په منظم ډول د دې سبزۍ خوړل د وزن په کموالی کې پوره اغیزه لري.

۲- بنډۍ ستړیا له مینځه وړي.
ایا تاسو د ورځې یا شپې په تیریدو سره د ستړیا احساس لرئ؟
د څیړنې په اساس، بنډۍ ډیر ګلوکوز لري چې د ستړیا مخه نیسي او تاسو ته لا ډیره انرژي درکوي چې ښه فعالیت وکړئ.

۳- د بنډۍ خوړل د کولیسټرول کچه راټیټوي.
څیړنو ښودلې چې بینډې کې شته انرژي د آنټي اکسیدان خواص لري، دا د دې سبب کیږي چې په بدن کې د کولیسترول اندازه راټیټه کړي.

۴- بینډۍ د جګر د ناروغۍ خطر کمه وي.
څیړنې ښیي هغه خطرناک هرومونونه چې په بدن کې د جګر ناروغۍ لامل کیږي، د بنډۍ په خوړولو سره د دې هرمونونو اندازه کمیږي او د جګر د ناروغۍ مخه نیول کیږي.

۵- بنډۍ د کلسیم د کموالي مخه نیسي.
که چیرې شکر یاست، نو تر ټولو ښه خواړه بنډۍ دي چې دا د بدن کلسیم پوره کوي. کلسیم د هډوکو پیاوړتیا، د وینی فشار تنظیمول، د زړه روغتیا ښه کول او د وینه کولیسټرول کموالي کې مهم رول لري.

۶- بڼدۍ د شکر ناروغۍ کنترولوي.
د شکرې ناروغۍ شمیر هرکال زیات کیږي. بنډۍ د نورو ګټو ترڅنګ کولی شي د شکر ناروغۍ مخه ونیسي. د بنډې تخم د د سبب کيږي چې د وینې ګلوکوز کم کړي، او د شکر ناروغۍ درملنه وکړي. برسېره پر دې، څیړنو ښودلې چې د بندۍ اوبه د ویني د ګلوکوز کنټرول ښه کوي د شکر په درملنه کې ښه اغیزه لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران