د ګټې خبرې شخصي وده

د بیل ګیټس په څیر د کامیابو خلکو د بریالیتوب راز څه دی؟

 

لیکنه: الیوایز بیسټ

ژباړه: شاهین

موږ او تاسې ټول ورځ کار وکړو؛ ځان ستړی ستومانه او خوله خوله کړو؛ خو یوه مو دوه نشي. هیڅ مو په ژوند کې کوم ستر بدلون او پرمختګ نه راځي.

خو؛ ملګري، خپل او خپلوان مو ورځ تر بلې مخکې ځي. پیسې يې ډیریږي؛ موټر يې نوی کیږي؛ او کش او پش يې هم څو چنده ښه کیږي.

که تاسې هم له همداسې یو حالت څخه زوریږئ، نو موږ تاسې داسې یو فارمول او راز درکوو، چې په هغې بیل ګیټس، د فیسبوک کمپنۍ مشر مارګ زیکربرګ او د نړۍ نور مخکښ بریالي خلک تللي دي.

د بیل ګیټس او د هغه په څیر د کامیابو خلکو د بریالیتوب راز په څه کې دی؟

د ورځې یو ساعت مطالعه، چې د اوونۍ ۵ ساعته کیږي؛ بس خلاص.

د اوونۍ په کاري ورځو کې هره ورځ یو ساعت مطالعه، چې په اوونۍ کې ۵ ساعته کیږي، ستاسې د بریالیتوب تضمین کوي.

دا په دې مانا، چې هره ورځ یو ساعت یواځې او یواځې زده کړې او مطالعې ته ورکړئ. په دغه یو ساعت کې بل هیڅ کار مه کوئ او مه هم اجازه ورکوئ، چې د کوم چا یا څیز له امله اخلال شئ.
زده کړه په بیلابیلو ډولونو صورت نیسي، چې پایلې د انسان په بریالیتوب کې اغیزمن رول لوبوي.

۱ـ مطالعه:
مطالعه د کامیابو خلکو عادت دی. تل په خپله بکسه یا بغل کې درسره کتاب ولرئ او د اوونۍ لپاره د کتاب لوستنې ټارګیټ له وړاندې وټاکئ.

د ورځې باید څو ورقې (پاڼې) ولولۍ؟ د اوونۍ باید څو چیپټره مطالعه کړئ؟ او د میاشتې باید څو کتابونه خلاص کړئ؟ له ورځې واخله، تر او اوونۍ؛ او له اوونۍ واخله تر میاشتې، د کتاب لوستنې پلان جوړ کړئ.

بیل ګیټس هر کال شاوخوا ۵۰ کتابونه لولي، چې د میاشتې ۴ یا ۵ کتابه شول.

۲ـ غبرګون او انعکاس:

غبرګون د زده کړې کیلې ده. که تاسې هر وخت مطالعه کوئ او هره ورځ نوي معلومات خپل ذهن ته سپارۍ؛ یو وخت به راشي، چې بیا به د دومره معلوماتو هضمول درته ګران وي.

د همدې لپاره له مطالعې وروسته ستاسې خپل غبرګون او د موضوعاتو انعکاسول مهم دي.

له ځان سره یوه کتابچه یا ژورنال وساتئ. کله چې هم څه لولئ، له ځانه وپوښتئ، چې څه مو نوي زده کړل؟ څه مو چې نوې زده کړي وي، په خپل ژورنال کې يې ولیکئ. دا تاسې ته د لا فکر کولو موقع درکوي او په راتلونکې کې د نظریاتو په انسجام او جوړښت کې درسره مرسته کوي. همدا د بریالیو خلکو عادت دی.

۳ـ تجربه کول:

ټول پرمختګونه د انسان د تجربو پایله ده. تاسې هم هڅه وکړئ، ټول هغه مفاهیم او مسایل، چې ستاسې په ذهن کې دي، تجربه يې کړئ. آن که تاسې فکر کوئ، چې دا ګنې لیونتوب دی.

نوښت او اختراغات په تکراري مسایلو او سولیدلو موضوعاتو له بحث او تجربې څخه لاس ته نه راځي. نوي کارونه تجربه کړئ؛ که ناکام شوئ، بیا هم یو نوی درس درکوي.

۴ـ زده کړه او کار سره مه ګډوئ.

که تاسې فکر کوئ، چې تاسې د اونۍ ۴۰ ساعته کار کوئ او له همدې زده کړه کوئ، نو تیروتي يئ. زده کړه او کار سره مه ګډوئ.

یواځې کار ستاسې ژوند ته ډیر پرمختګ نه شي ورکولای. په کار کې ستاسې مخ ته ورځني مسایل او ستونزې مخ ته راځي، چې تاسې يې هم حلوۍ يې او مخکې ځئ. خو که غواړئ چې په ژوند کې مو ستر مثبت بدلونونه وګورئ، نو د کار تر څنګ زده کړه او مطالعه هم کوئ.

مطالعې ته وخت ورکړئ؛ د کتاب لوستنې پلان برابر کړئ او ټارګیټ وټاکئ. هڅه وکړئ، چې ورځنی او اوونیز ټارګیټ (هدف) حاصل کړئ.

۵ـ پرمختګ او مؤثریت سره بیل کړئ.

که تاسې فکر کوئ، چې د خپل کار په ساحه کې د ادرې لپاره مؤثر کار کوئ او تر نورو ډیره ګټه وراړوئ او همدا ستاسې پرمختګ دی؛ نو تاسې غلط پوه شوي يئ.

پرمختګ او د کار موثریت دوه جلا مفاهیم دي. که تاسې یواځې په خپل اوسني کار تمرکز کوئ او په ژوند کې د نورو پرمختګونو لپاره لارې او ګودرې نه لټوئ، نو هیڅکله له اوسني حالته مخکې پرمختګ نشئ کولای.

سر له نن څخه د خپل کار له ورځني پکیج څخه بیرون شئ. فکر وکړئ او د پرمختګ نوې لارې ولټوئ. هڅه وکړئ، چې نوي مهارتونه او د پرمختګ درسونه زده کړئ او مخ ته لاړ شئ.

يادونه: تاسې هم راته ووايئ، چې ستاسې په باور د کامیابۍ راز څه دی؟ خپله خپل ژوند کې څومره ځان بریالی بولۍ؟ 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */