له نړۍ

د بي بي خدیجې مسجد؛ په شرقي المان کې د مېشتو مسلمانانو پر لاس لومړنی جوړ شوی مسجد

لیکنه: ياران
اعلان

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د بي بي خدیجې مسجد د المان په مرکز برلین ښار کې موقعیت لري، چې په ۲۰۰۸ کال کې د اکټوبر میاشتې په ۱۶مه نېټه یې د جوړېدوچارې پای ته ورسېدې او د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شو.

دغه مسجد په شرقي المان کې لومړنی مسجد دی، چې د هغه ځای د مېشتو مسلمانانو په لاس جوړ شوی دی.

د بي بي خدیجې مسجد یوه لویه ګنبده لري، چې ۴،۵ متره لوړوالی او ۹ متره پراخوالی لري. دغه راز د ۱۳ مترو په لوړوالي یوه ښکلې مناره هم لري، چې مسجد ته یې ځانګړې ښکلا ورکړې ده.

معمار یې مباشر الیاس دی او ټول ټال پرې۱،۷ملیونه یورو لګښت راغلی.

دغه مسجد پر یو وخت د ۵۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري. د بي بي خدیجې مسجد د نارینه او ښځینه و لپاره د لمانځ بېلا بېل ځایونه لري، چې د جمعې پر لمانځه سربېره د اخترونو لمونځ هم په کې ادا کېږی.

شاوخوا یې شنو ونو پوښلې ده، چې دغه پاک چاپېریال مسجد ته لا ښکلا ورکړې ده.
یاد مسجد پر ملا امام سربېره یو مؤذن او د قران کریم د ختم لپاره دوه حافظان هم لري.‌ وخت پر وخت ځایي مسلمانان د مسجد له ادارې سره مالي مرسته کوي، چې د ملا امام او مؤذن پر تنخوا سربېره، د مسجد د اړتیا وړ توکي پرې اخیستل کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران