ياران
له ژوند سره تړلې خبرې

د بهرنۍ پالیسۍ د جوړیدو او کنټرول لارې چارې

لیکنه: د چټکو نوټونو ویبپاڼه
ژباړه: غازي عابد

بهرنۍ پالیسي د یوه دولت نړیوال اهداف او دغو اهدافو ته د رسیدو له ستراتیژۍ څخه عبارت ده. پالیسي جوړونکي چې کله دولت ته پالیسي جوړوي، نو دا پنځه ټکي په نظر کې نیسي:

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

۱- د اجنډا وضع کول: یو مشکل یا مسله باید په اجنډا کې تشریح شوي وي.
۲- فارمول جوړونه: پالیسي باید جوړه شوې او ښه بحث شوې وي.
۳- قبلول: کله چې حکومت یوه پالیسي ومني او تائید یې کړي.
۴- تطبیق او عملي کوونه: د حکومتي دستګاو له لورې د پالیسې عملي کول.
۵- ارزونه: اداري او استخباراتي دستګاوي یې ارزونه کوي چې پالیسي کامیابه ده او کنه.
د بهرنۍ پالیسي په جوړونه کې لږ خلک برخه اخلي، ځکه نو ډیره کمه خلکو ته څرګندیږي.

په امریکا کې ولسمشر د مشر ډیپلوماټ په حیث کار کوي او په دې مکلف دی چې د امریکايي بهرنۍ پالیسۍ سره سم ګامونه پورته کړي. د ولسمشر کارکوونکي د دریو وسایلو په اساس بهرنۍ پالیسي اداره کوي:

۱- ډیپلوماسي
۲- بهرنۍ همکاري
۳- نظامي ځواک

۱- ډیپلوماسي

ډیپلوماسي له نورو هیوادونو سره مذکراتو او بحثونو ته وايي. په دیپلوماسۍ کې د سیاسي رهبرانو ترمنځ لیدنې کتنې، د دیپلوماتیکو پیغامونو لیږل او د هیوادونو ترمنځ اړیکو کې د یو بل په اړه دولتي بیانونه او څرګندونې شاملې دي.
لکه امریکايي ولسمشر چې په سپینه ماڼۍ کې د بیلابیلو مشرانو او لوړپوړو ډیپلوماټانو سره پر بیلابیلو موضوعاتو بحث او خبرې کوي. دیپلوماسي اکثره وخت د پردې تر شا وي، چې بیا ورته پټې مذاکرې ویل کیږي.

دولتونه په عمومي توګه خپله دیپلوماسي په یو ددې درې لارو پرمخ وړي.

. یو اړخیزه دیپلوماسي: هغې ته وايي چې دولتونه پرته د نورو هیوادو له همکارۍ او رضایت عمل کوي.

. دوه اړخیزه یا متقابل دیپلوماسي: هغې ته وايي چې یو هیواد له بل هیواد سره په یو ځای یا یووالي سره کار کوي.

. څو اړخیزه دیپلوماسي: هغه دیپلوماسۍ ته وايي چې یو هیواد له یوه زیات یعنې څو هیوادونو سره په یووالي او یوځای کار وکړي.

دغه درې لارې مثبت او منفي اړخونه لري. لکه یو اړخیزه دیپلوماسي یوه هیواد ته اجازه ورکوي چې څه غواړي پرته له ژمنې یې وکړي، خو په عین حال کې به بیا ټول قیمتونه او تاونونه یې یوازې په خپله غاړه وي.

له بله پلوه د اتحادونو په توګه یا یوځای کار کول د هیوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړي کوي او دیپلوماټیک بار یا پيټی شریکیږي، خو دا بیا له ټولو ژمنتیا غواړي.

په نړیوالو چارو کې د امریکا ځانګړیتوب:

امریکا تل په دې بحث او مناقشې کوي چې متحده ایالات باید په نړیوال سټیج کې کوم ډول رول ولوبوي. یعنې یوازې او کنه د اتحادونو په توګه؟ هغه ډله چې له نورو نړیوالو بیلتون غواړي یا یواځې والی غواړي، هغوی ته په سیاست کې د ځانګړي ځای غوښتونکي وايي.

او هغه ډله چې په نړیوالو چارو کې د فعال رول درلودو حمایت کوي، په سیاست کې نړیوالتوب غوښتونکي ورته وايي. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا بهرنۍ پالیسي په نړیوال سیاست کې فعاله رهبري او رول درلودلی دی.

۱- بهرنی ملاتړ یا مرسته.

دولتونه ځیني وخت د خپلو روابطو پیاوړي کیدو ته ډیر پام کوي، څو وکولی شي په شریکه خپل اهداف ترلاسه کړي. بهرنی ملاتړ یا مرسته دوه ډوله وي:

۱- نظامي مرسته یا ملاتړ.

دولتونو له لورې نورو دولتونو ته بسپنه ورکول، خرڅول یا هم د نظامي وسلو او تجهیزاتو راکړه ورکړه او د ټیکنالوژۍ مرسته هغه چې په نړیوال نظامي توازون کې مرسته کوي او د نړۍ په مشخصو ځایونو کې ځانګړی اغیز لرلی شي. دې ته نظامي ملاتړ یا نظامي همکاري وايي.

۳- اقتصادي حمایت او مرسته.

ځیني وخت هیوادونه له یو بل سره مرسته یا قرضه ورکوي څو وشي کولی چې خپل اقتصاد په پښو ودروي او اقتصادي پرمختګ وکړي. چې دې ته اقتصادي حمایت وايي.

۴- پوځي ځواک

ځیني وختونه دولتونه له خپل نظامي قوت او پوځي اخطار نه په استفادې د بهرنۍ پالیسۍ اهداف ترلاسه کوي. اکثره وخت ستر یا زبر ځواکه دولتونه، کوچني یا کمزوري دولتونه په پوځي قوت ویروي او دې ته یې مجبوري چې هغه څه وکړي، کوم چې یې د بهرنۍ پالیسۍ غوښتنه وي.

لکه له دویم نړیوال جنګ وروسته چې متفقینو په هغو هیوادونو چې جګړه یې بایللې وه او کمزوري شول ول، خپلې غوښتنې منلې.

تبصرې
Loading...