لوبې

د بنګله دیش کرکټ ټیم کیپتان له شل اوریزو لوبو په څنډه شو

د بنګله دېش کریکټ لوبډلې لوبډلمشر مشرفي مرتضی د شل اوریزو سیالیو څخه د استعفا اعلان وکړه.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د بنګله دېش کریکټ لوبډلې لوبډلمشرپه لومړۍ شل اوریزه لوبه کې د پچې ګټلو وروسته وویل چي دا به يې وروستۍ شل اوریزسیریز وي.

مرتضي وایي: د بنګله دیش کریکټ بورډ او خپلي کورني او مینه والو څخه ډیر خوښ دی چې شاوخوا ۱۵ کاله یې د لوبو کولو پر مهال تشویق کړی دی.

مشرفي تراوسه ۵۲ شل اوریزې لوبې کړي چي په کې یې ۳۷ لوبغاړي سوځولي دي.

نوموړي تر ټولو زیاتو شل اوریزو لوبوکې د بنګله دیش له پاره لوبډلمشري کړي چي ۲۶ ځله یی بنګله دیش کریکټ لوبډلي ته بریا ورپه برخه کړېده.

خبریال: فضل الرحیم رحیمي

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */